په فرانسې کې  له اسلام سره دمقابلې په دوام کې نور ۲۱جوماتونه تړل شوی
(last modified Wed, 15 Dec 2021 03:04:27 GMT )
Dec 15, 2021 07:34 Asia/Kabul
  • په فرانسې کې  له اسلام سره دمقابلې په دوام کې نور ۲۱جوماتونه تړل شوی

 داپه داسې حال کې دي چې  په فرانسې کې په حکومتي سویه ،له اسلام سره دمقابلې  اقدامات  په وروستیو میاشتو کې  ډیر زیات شوي دي .

 ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی ،  د فرانسې د کورنیو چارو وزیر  ژرالډډرمانین  ادعا کړېده ،  په دغه هیواد کې له افراط پالنې سره  د مقابلې  په پلمه   ۲۱جوماتونه تړل شوي او د شپږ و نورو په باب ارزونې  دوام لري .

 داپه داسې حال کې دي چې  په فرانسې کې په حکومتي سویه ،له اسلام سره دمقابلې  اقدامات  په وروستیو میاشتو کې  ډیر زیات شوي دي .

د فرانسې ولسمشر  آمانوئل ماکرون  په همداروستیو کې له ډيپلوماټيک   عرف او د ډيموکراسۍ  له اصولو لیرې  په یولړ څرګندونو کې   وئیلی وو ،فرانسه به هماغه راز  د  اسلام دپيغمبر  په ضد د سپکو کارټونونو خپرولو ته دوام ورکړي . چې دغو څرګندونو ، په درستې نړۍ کې  د اسلامی شخصیّتونو ،ټولنو او  د مسلمانانو  سخت غبرګونونه راپارولي دي .

 دفرانسې مسلمانانو تر دې دمه په کرتو  په دغه هیواد کې پر جوماتونو اواسلامی مرکزونو باندې  دحلو او  داسلام په ضد داقداماتو په زیاتیدا    سره  ددغو مرکزونو په ساتنې کې  دامنیتی تدبیرونو دزیاتولو غوښتنې کړي دي .

 

ټیګونه