هم برګر وخورئ او هم ورزش وکړئ
Dec 28, 2021 13:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا د خواړو یوه (۱) شرکت میکډونالډ په چین کښې په رستوران کښې د میز او د کرسۍ پرځاې په یوه (۱) ځای له ولاړ سائیکل څخه کار اخیستل پیل کړي دي چې هدف یې د ورزش چارو ته پرمختګ ورکول دي .
په دغه تصویر کښې تاسو لیدلی شئ چې د چین په «ګوانګ ډونګ» ولایت کښې د امریکا په میکډونالډ رستوران کښې د میز او د څوکیو پرځاې په یوه (۱) ځاي ولاړ سائیکلونه استعمالیږي .
دغه سائیکلونه چې له زاړو پلاسټیکي شیانو جوړ کړې شوي دی نه یوازې د انسان د بدن اضافي وازده او چربۍ سوځوي بلکې خلک د سائیکل د پیډل په وهلوسره خپل موبائیل په مفت ډول چارج کولای شي .