چین د اټومي خبرو د دوام او د بندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي چین د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د لغو کولو د خبرو اترو په اتم (۸) پړاو کښې نوي پرمختګ ته د رسیدا لپاره د ګډې هڅې او د اختلافاتو د سم مدیریت غوښتنه وکړه .
د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند ژائولیجیان وویل پیکینګ له واشنګټن څخه غواړي په اټومي موافقې کښې د ګرم (مقصر)عنصر په توګه په ایران باندې د زیات دباو په هکله په خپل غلط سیاست کښې بیا کتنه وکړي .
هغه ډاګینه کړه ډیره روښانه ده چې له حقوقي او اخلاقي نظره د ایران پرضد د امریکا ټول بندیزونه باید لغو شي .
د ویانا په خبرو کښې د چین لوړرتبه استازي وانګ کوان هم وویل لورو موافقه وکړه د بایکاټونو د لغو کولو په تمرکز سره د خبرو اترو پړاو باید دوام ولري او دغه اجماع به د خبرو اترو د دغه پړاو لپاره محکمه ستنه وي .
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د مسئولیت منونکي هیواد په توګه په ځلونو اعلان کړی امریکا د اټومي تړون د خلاف ورزۍ کونکي لوري په توګه باید د ایران پرضد په ختمولو سره باید موافقې ته بیرته ورستون شي او ضروري ده چې د امریکا د ژمنو د اجرا کولو رښتیا والی معلوم شي .