چین:
امریکې د افغانستان د نشه يي توکو په برخه کښې ډېر بد رول ادا کوۀ
د افغانستان د طالبانو لنډمهالي حکومت څو ورځې مخکې په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو په کر او استعمال بنديزونه ولګول او هوډ يې ښودلی، چې د ډول ډول نشه يي موادو د تولید، استعمال او پېر او پلور مخه ونیسي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا د افغانستان مسئلې د لمسوونکې په توګه، د نشه يي موادو پر تولید او معاملو سترګې پټې کړې وې او حتی برخه يې پکې درلوده او د دغه هيواد د نشه يي توکو په مسئله کې يې ډېر بد رول لوبولی دی.
جاو لي جیان وویل، چې د چین حکومت تل د نشه يي موادو ضد ټينګه مبارزه کړې او د نشه يي موادو ضد په نړیوالې همکارۍ کې يې فعال ګډون کړی دی.
چین غواړي د نشه يي موادو ضد مبارزه کې د افغانستان په شمول د سیمې له هېوادونو سره همکارۍ لا ژورې کړي او د دواړو هېوادونو او د سيمې خلکو ته د ژوند یوه روغتیايي او ارامه زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د میشتېدو پر مهال په ګردې نړۍ کې په لويې پيمانې د نشه يي موادو لابراتوار پروګرام تطبیق کاوه، چې له امله يې د افغانستان د کوکنارو توليدي اندازه ۴۰ برابره زیاته شوې وه.