د بریتانیا خلک غواړي چې ماکرون د فرانسې ولسمشر شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114804-د_بریتانیا_خلک_غواړي_چې_ماکرون_د_فرانسې_ولسمشر_شي
زمونږ خبریال وايي وروستۍ نظر سنجیانې وايي د انګلستان څه په دریو کښې یوه برخه خلک غوره ګڼي چې د فرانسې اوسنی ولسمشر امانوئل ماکرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې بریالی شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 16, 2022 06:28 Asia/Kabul
  • د بریتانیا خلک غواړي چې ماکرون د فرانسې ولسمشر شي

زمونږ خبریال وايي وروستۍ نظر سنجیانې وايي د انګلستان څه په دریو کښې یوه برخه خلک غوره ګڼي چې د فرانسې اوسنی ولسمشر امانوئل ماکرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې بریالی شي .

د یوګاو د تحلیلي مرکز د شمیرنو پراساس د بریتانیا اوه دیرش فیصده خلک د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې د امانویل  ماکرون د بریالي کیدا غوښتونکي دي او یوازې نولس فیصده کسانو چې پوښتنې ترې شوي دي د میرمن ماري لوپن د بریالي کیدا غوښتونکي دي .

ویل کیږي چې د فرانسې اوسنی ولسمشر ماکرون به د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې په درې پنځوس فیصده رایو ګټلو سره بریالی شي .

د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کښې شپږویشت اعشاریه درې فیصده خلکو سپینې رایې  ورکړي وې .

پرون هم د فرانسې خلکو د اوسني حکومت د سیاستونو پرضد سختې مظاهرې وکړې او د حکومت پالیسیانې یې په کلکه وغندلې .