د بریتانیا خلک غواړي چې ماکرون د فرانسې ولسمشر شي
زمونږ خبریال وايي وروستۍ نظر سنجیانې وايي د انګلستان څه په دریو کښې یوه برخه خلک غوره ګڼي چې د فرانسې اوسنی ولسمشر امانوئل ماکرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې بریالی شي .
د یوګاو د تحلیلي مرکز د شمیرنو پراساس د بریتانیا اوه دیرش فیصده خلک د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې د امانویل ماکرون د بریالي کیدا غوښتونکي دي او یوازې نولس فیصده کسانو چې پوښتنې ترې شوي دي د میرمن ماري لوپن د بریالي کیدا غوښتونکي دي .
ویل کیږي چې د فرانسې اوسنی ولسمشر ماکرون به د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې په درې پنځوس فیصده رایو ګټلو سره بریالی شي .
د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کښې شپږویشت اعشاریه درې فیصده خلکو سپینې رایې ورکړي وې .
پرون هم د فرانسې خلکو د اوسني حکومت د سیاستونو پرضد سختې مظاهرې وکړې او د حکومت پالیسیانې یې په کلکه وغندلې .