چین اوکراین ته د وسلو د استولو په هکله خبرداری ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د چین استازي د اوکراین د وسلو د تامینولو او یا د روسیې پرضد د بایکاټ د لګولو په هکله په خبرداري سره ټینګار وکړ: دغه اقدام یوازې د جنګ زیاتولو ته لمن وهي.
په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي «دايي بینګ» د اوکراین په جنګ کښې د انسان د قاچاق او د جنسي تاوتریخوالي په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې وویل نړیواله ټولنه باید په خپلې ملګرتیا سره د سولې خبرې مخ ته بوځي او روسیه او اوکراین دې خبرې ته وهڅوي چې د خبرو اترو میز ته ورستانه شي.
د چین دغه ډیپلوماټ په خپلې وینا کښې ټینګار وکړ: د اوکراین د وسلو تامینول او یا په روسیې باندې د دباو یا بایکاټ لګول به مشکل حل نکړي او دغه چاره یوازې د جنګ پراخولو ته لمن وهي.
امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، کاناډا او نور اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې د اوکراین جنګ نور هم زیات او اوږدې کړي چې د روسیې اقتصاد ته تاوان ورسوي.
دغه هیوادونه هم اوکراین ته وسلې ورکوي او هم یې له ټولې دنیا څخه ترهګر اوکراین ته استولي دي چې هلته د روسیې د عسکرو پرضد وجنګیږي.