چین او مرکزي اسیا د افغانستان د کړکیچ په حل ټینګار وکړ
(last modified Sat, 11 Jun 2022 01:03:02 GMT )
Jun 11, 2022 05:33 Asia/Kabul
  • چین او مرکزي اسیا د افغانستان د کړکیچ په حل ټینګار وکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د چین او د مرکزي اسیا د هیوادونو خارجه وزیرانو له ترهګرۍ ، د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د ګډې مبارزې او د افغانستان د مشکلاتو د حل لپاره د هڅو د غږملولو په هکله موافقه وکړه.

د افغانستان اقتصادي او روغتیایي بیخ بنایانې د امریکا د عسکرو د شل کلن نیواک او د هغه له کبله د داخلي جنګونو په وجه تباه شوي دي.

د چین خارجه وزارت پرون وویل د ازبکستان ، د قزاقستان ، د قیرقیزستان او ترکمنستان او د چین خارجه وزیرانو د «چین او د مرکزي اسیا »د خارجه وزیرانو په دریمې غونډې کښې چې په نورسلطان  کښې  وشوه ټینګار وکړ په افغانستان کښې د امنیت او د سولې تامینول د سیمې په ګټه دي.

که څه هم چین او د مرکزي اسیا هیوادونو تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو دغه ټول هیوادونه له طالبانو سره ښې اړیکې لري.

 

ټیګونه