اوکراین ته د وسلو پر لیږد په اعتراض کې د جرمنیانو مظاهرې
(last modified Mon, 04 Jul 2022 12:54:09 GMT )
Jul 04, 2022 17:24 Asia/Kabul
  • اوکراین ته د وسلو پر لیږد په اعتراض کې د جرمنیانو مظاهرې

 د جرمني په پلازمینې برلیّن کې  په زرګونو خلکو  په لاسونو کې اوکراین ته د مرګونو وسلو او تجهیزاتو د لیږد په محکومیّت کې د پلې کارډونو په اوچتولو سره مظاهره وکړه .

د روسیې او اوکراین د جنګ په پیلیدا سره ، اروپائي هیوادونه له اوکراین څخه په ملاتړکې دغه جنګ ته واردشوي او دغه هیواد سره هره ورځ ډيرې مالی او وسلوالې مرستې کوي،دغه بهیر او  ددغه جنګ سیاسی او اقتصادي اغیزې ، د زیاتره اروپایانو په تیره بیا د جرمنیانو دمظاهرو سبب شوي دي ، په دې توګه چې  پرون هم  د جرمني په پلازمینې برلین کې اعتراضیه مظاهره شوې ده .

 د جرمني په پلازمینې برلیّن کې  په زرګونو خلکو  په لاسونو کې اوکراین ته د مرګونو وسلو او تجهیزاتو د لیږد په محکومیّت کې د پلې کارډونو په اوچتولو سره مظاهره وکړه .

  په اوکراین کې د جنګ  له پیلیدا وخت راهسې ،  لویدیځي هیوادونو ، په دغې شخړې کې  له نیغ په نیغه پوځي مداخلته ډډه کړې ده ، خو  اوکراین ته ئې  له هماغه پیله  د وسلو ، مهماتو او سونګو رسولو ته تر دې دمه دوام ورکړی دی . یو داسې اقدام چې  عملا  ئې دغه جنګ ،  د اوکراین په میدان کې  له روسیې سره د امریکا او ا روپا ترمینځ  په یوه جنګ  بدل کړی دی او روسسیې  په  کرتو خبرداری ورکړی دی ، چې  اوکراین ته د لویدیځوالو  وسلو لیږد  یوازې  د جګړې د اوږیدا لامل کیږي ، بلکې د  نړیوال جنګ خطره په ځان پسې لري .

  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  ددریم نړیوال جنګ خطره  واقعي بللې او  په دې باب ئې خبرداری ورکړی دی . هغه  په اوکراین کې  د روسیې په ضد دنیابتي جنګ په پرمخ بللو دن اټ، په تورولو سره  وئيلی دي ،چې دا چاره ، اوکراین ته د لویدیځوالو د وسلو په لیږلو باندې  حملې ته جواز ورکوي .

 په عین حال کې  اروپائي هیوادونه په تیره بیا جرمني  هماغه شان  اوکراین ته د  وسلو لیږد ته دوام ورکوي . دوي   د ناټو ددفاع په پلمه اوکراین ته  وسلې اوتجهیزات لیږدوي  ، لکه څنګه چې د جرمني صدراعظم   اولاف شولتز په همدارووستیو کې  په دې خبرې په ټينګار سره  چې  برلین  د ناتو اود هغو شریکانو د خاورې دهر سینټي میټر  دفاع ته  ژمن دی ،  اوکراین ته ئې د توپونو  کشفونکي راډارونو او هوافضا ضد توغندوي سسټم  د تامینولو او لیږدولو  خبر ورکړ.  دجرمني دفاع وزیر  کریسټيّن  لامبرشت  هم وئیلي دي ، ډير زر به د جرمني د هویټرز توپونو د کارونې په خاطر د  اوکراین ځواک روزنې بشپړ شي  او په نتیجې کې  به  د اوکراین په جنګ کې  له دغو وسلو د استفادې لاره هواره شي .

 د جرمني اقدامات په داسې حال کې دي چې  دغه هیواد او دناټو نورغړي  او اروپائي هیوادونه  له ډيرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي .  د روسیې په ضد بندیزونه ، د پوځي او وسلو د بودجو زیاتیدا ،  او د اوکراین پناه غواړو،په دغو هیوادونو کې  اقتصادي او اجتماعي شرائط هم ډیر متاثر کړي دي . د جرمني د فیډرل پولیسو  داحصایو په اساس ، په جرمني کې څه دپاسه دیرش زره اوکرایني پناه غواړ و نامې ثبت کړي دي  .  په د اسې حال کې چې  د  اروپائي هیوادونو ډیر خلک  د پناه غواړو په شتون خپه دي .

دجرمني ډیر ښاریز اندیښمن دي چې په نزدې راتلونکي کې  د خپل ژوند لګښتونه نشي تامینولی ، ځکه په دغه هیواد کې د سونګو اوخوراکي موادو بیّې  چې تر کلونو پورې  ئې اقتصادي وده او باثباته بهیر  کچ کړی دی ، زیاتې شوي دي . نه یوازې  جرمني ،پلکې  نور اروپائي هیوادونه او امریکا  هم  په پټه او ښکاره  اوکراین ته  وسلې لیږي  او دغه اقدام اقتصادي شرائط لا سخت  او  اجتماعي دباؤنه هم لازیات کړي دي . په ایټالیا کې هم څه موده مخکې د وسلو پر لیږد  په اعتراض کې  مظاهرې شوي  دي . 

 دروسیې او اوکراین جنګ  په داسې حال کې د وام لري ، چې هماغه شان  اروپائي هیوادونه   په وسلوالو اومالی ملاتړونو سره دغه جنګ ته لمن وهي ، یوه داسې موضوع چې  د  اروپایانو غوسه ئې هم راپارولې ده .دوي  په دغه جنګ کې د  اروپا د  مداخلتونو ددرولو  او ددې په ځاي  ددغو شخړو له امله د  اقتصادي  ، سیاسی او اجمتعاي لګښتونو دکمولو  غوښته کوي .

 

ټیګونه