زه د روسیې او ایران سختو دریځونو بوډا کړم
(last modified Thu, 21 Jul 2022 07:59:22 GMT )
Jul 21, 2022 12:29 Asia/Kabul
  • زه د روسیې او ایران سختو دریځونو بوډا کړم

د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي ائي اې مشر په یولړ څرګندونو کې ووئیل، په پرله پسې کلونو کې له ایران او روسیې سره  خبرواترو تر ډیره حده بوډا کړی دی .

ایران او روسیه په دوواړخیزو زمینو په تیره بیا په اقتصادي،پوځي او امنیتی اړیکو کې اوهمداراز په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو کې د امریکا دیواخیز پالنې سره د مقابلې په څير  ګډې سټراټژيکې  ګټې لري او دا په وروستیو دوو کلونو کې د دواړو لورو د نزدې ملګرتیاؤ  ا صلي عوامل دي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د سه شنبې په ناوخته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  په کتنې کې د ایران او  روسیې  اقتصادي ملګرتیاوې په تیره بیا  د لودیځ په بندیزونو پسې دغه ملګرتیاوې ، ضروري او د دواړو هیوادونو په  ګټه بللي دي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ،د امریکا د استخباراتي  ادارې یا سی آئي ائې مشر ویلیّم برنز بیګا وئيلي دي،په ایران کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دعکسونو لیدل دهغه لپاره ددې یادونه کوي،چې  په وروستیو پرله پسې کلونو کې له روسانو اوایرانیانو سره دهغه خبرواترو  ددۀ ویښتان سپین کړي دي .

 ویلیّم برنز  په ؛آسپین امنیتی ټولنې ؛کې پخپلې وینا کې  ووئيل کله د ایران د رهبر او در وسیې د ولسمشر عسکونو ته ګورم،نو تیر وخت (نوستالوژي) نه احساس کوم،بلکې راته یادوي چې په وروستیو کلونوکې  له روسانو اوایرانیانو سره خبرواترو په ماکې ویښتان سپین کړي دي .  

 

ټیګونه