د نړۍ له آزادو او خپلواکه هیوادونو سره دایران داړیکو په پراختیا ټینګار
د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلیمان په چارو کې د ولسمشرمرستیال سید محمد حسیني د کولمبیا د پارلیمان له یو شمیر استازو سره په کتنې کې د نړۍ له آزادي غواړو او خپلواکه هیوادونو سره د ایران د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ.
په دغې کتنې کې ټينګار شوی،د ایران او کولمبیا پراخې ملګرتیاوې ، دکولمبیا او د لاتینې امریکائي هیوادونو لپاره ډيرې ګټې درلودلی شی . د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال،د کولمبیا د نوي ولسمشر ګوستاؤؤپيټرو د لوړې په دستورو کې دګډون په خاطر دغه هیواد ته سفر کړی دی.
سید محمدحسیني پخپلو څرګندونو کې ووئیل،نن سبا دایران اسلامی جمهرویت په لازیات جدیّت سره د کولمبیا اولاتینې امریکا پشمول دنړۍله مختلفو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا تعقیبوي.
د ایران اسلامی جمهوریت دتاسیس له هماغه پیله د نړۍ له هغو خپلواکه او آزادي غواړو هیوادونو او ملتونو سره داړیکو پر رامینځةکولو اوپراخولو ټينګارکړی،چې د استعمار او سلطې ضده کړچار لري . په دې لړ کې په وروستیو څو لسیزو کې له مختلفو هغو هیوادونو سره د ایران اړیکې مخ په پراختنیا دي چې د لویدیځي استعمار په تیره بیا دامریکا د سلطه غواړو سیاستونواو اقداماتو سره تل مخالف دي.اسلامی ایران،په تیره بیا دکیوبا، ونزویلا او نیکاراګوئه په څير په لاتیني امریکا کې له ځينو هیوادونو سره چې د امریکا په مشرۍ له نړیوال استکبار او امپرالیزم سره په مبارزې کې اوږده مخینه لری ، ښې اړیکې ټينګې کړي دي،او په نړیوالو ټولنو کې ددغو هیوادونو ترڅنګ ئې د لویدیځوالو په تیره بیا د امریکا له دریځونو او اقداماتو سره دمقابلې په زمینې کې چې پر نورو هیوادونو خپلې غوښتې او موخې تپي،ښې اړیکې درلودلي دي. په دې لړ کې د سید محمد حسیني په وینا،د ایران اسلامی جمهوریت له کیوبا،نیکاراګوئه،برازیل،چیلي او ونزویلا او نورو جنوبی او لاتیني امریکائي هیوادونو سره ښې اړیکې لري او تمه ده په نوي حکومت کې په مختلفو ډګرونو کې دغه اړیکې لاپراخې شي.
په وروستیو کلونو کې د ایران او مخ په وده لاتیني امریکائي هیوادونو اړیکې تل مخ په وده دي اودغه اړیکې په مختلفو سیاسی،اقتصادي،تجارتي،صنعتي،دانرزۍ،روغتیائي او نورو زمینو کې مخ په پراختیا دي. ددې یو مثال د ایران اوونزویلاپراخې اړیکې دي.د ایران او ونزویلا په وړانډې دامریکا غلیمانه سیاستونو ته په پام سره،تهران او کاراکاسد دوو اړخیزو ملګرتیاؤ او اړیکو د زیاتولو کړچار غوره کړی دی او په دې لړ کې د واشنګټن له بندیزونو سره پر مقابلې او دمتقابلو مرستو په وړاندې کولو ټينګار لري. امریکا په تیره بیا د دغه هیواد د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په پړاؤ کې د ونزویلاد اپوزیشن دسرغنې خوان ګوایډو واک ته درسولو او ددغه هیواد د ولسی ولسمشر نیکلاس مادورو دحکومت دنسکورولو په خاطرد پراخو بندیزونو په اعمالولو سره د ونزویلا په ضد د هراړخیزو دباؤنو داعمالولو سیاست وړاندې کړی دی.په مقابل کې دایران پشمول د کاراکاس متحدانو،د واشنګټن په مقابل کې د دریدا لپاره له ونزویلا سره دمرستې سیاست غوره کړ.څو کرته ونزویلا ته د ایران له خوا د سونګو وړونکو کشتیو لیږدول ،ددې په ترڅ کې چې ددواړو هیوادونو دپیوستون ښودنه کوي،د امریکادګواښونو اودسیسو په وړاندې د مقاومت په زمینې کې دتهران اوکاراکاس دګډ کړچار بیلګه حسابیږي. له بل پلوه دا موضوع په روښانه توګه ښئ چې دایران او ونزویلا په ضد دواشنګټن ورانکار او کودتاکونکي سیاستونه له سترو ناکامیو سره مخ شوي دي او د امریکا دسلطه پالنې ددغو دواړو هیوادونو په ضد د واشنګټن ګواښونه بې اعتباره او چټي بریښوي . همداراز ایران اوکیوبا د امریاکد بندیزلګونکو اقداماتو سره په مقابلې کې،داړیکو دلازیاتې پراختیا کړچار ته مخه کړې ده او په دې باب دکرونائي واکسنو ته د دغو دواړو هیوادنو دلاس رسي دمخنیوي لپاره دامریکا له هلوځلو وروسته ،د ایران اوکیوبا طبی اورګانونو،د کرونائي واکسن دجوړولو لپاره دګډې ملګرتیا په زمینې کې سره موافقه وکړه چې نتیجه ئې دیوه ګډواکسن ترلاسه کول دي . دغه کرونائي واکسن په ایران کې ؛پاستوکووک او په کیوبا کې هم د ؛سوبرانا؛ په نامې سره نومول شوي دي.
یوه بله موضوع چې تهران په وروستیو څو لسیزو کې دلاتینې امریکا آزادي غواړو او مخ په پراختیا ډیرو مشرانو دسفرونو مقصد دی چې په هغو کې د ونزویلا پخوانی ولسمشر هوګو چاؤؤز او اوسنی ولسمشر نیکلاس مادرو،دنیکاراګوئه ولسمشر ډانّیلاورتګا،دبولیویا پخوانی ولسمشر اوو مورالس او دکیوبا لوړپوړي چارواکي شامل دي . ددې په ترڅ کې چې د ایران دځینو ولسمشرانو پشمول دایران لوړپوړو چارواکو کیوبا او ونزویلا ته سفرونه کړي دي.دا موضوع د ایران او دغو هیوادونو دمتقابلو اړیکو داهیمّت ښودنه کوي .