د افغانستان کنګل او مصادره شوي شتمنۍدې ازادې شي
(last modified Sat, 13 Aug 2022 10:12:18 GMT )
Aug 13, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان کنګل او مصادره شوي شتمنۍدې ازادې شي

کابو یوکال وړاندې او قدرت ته د طالبانو په بیرته ستنیدا پسې،امریکا ادعا کړې چې د کابل په نیولو او ددغې ډلې له خوا ددوحې دموافقې دخلاف ورزۍ په دلیل، دافغانستان لس میلیارډ ډالري شتمنۍ  کنګل کوي.

د چین د خارجه وزارت  ویندوي وائي،دافغانستان د مرکزی بانک دمیلیارډونو ډالرو شتمنیو تړل کیدا،ددغه هیواد په اقتصادي بحران کې منفي رول درلودلی  او بیجینګ ددغو شتمنیو د آزادولو غوښته کوي.

 زمونږخبریال راپور راکړ، د چین دخارجه وزارت ویندوي وانګ وین بین نن په یوه خبری کنفرانس کې  دافغانستان د مرکزی بانک د کنګل شوو شتمنیو په آزادولو باندې  یو ځل بیا په ټینګار سره  ووئیل،امریکاله کوم توجیه پرته  دافغان ولس شتمنۍ کنګل کړي دي.

کابو یوکال وړاندې او قدرت ته د طالبانو په بیرته ستنیدا پسې،امریکا ادعا کړې چې د کابل په نیولو او ددغې ډلې له خوا ددوحې دموافقې دخلاف ورزۍ په دلیل، دافغانستان لس میلیارډ ډالري شتمنۍ  کنګل کوي.

په همداوروستیو کې د طالبانو دحکومت د خارجه  وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په موضوع سره د تاشکند په غونډې کې پخپلې وینا کې د امریکا له خوا ددغه هیواد دشتمنیو بې قید اوشرطه د آزادولو په ضرورت په ټينګار سره وئیلي وو،د واشنګټن اقتصادي بندیزونو د افغانستان  دمختلفو اورګانونو فعالیتونه په ټپه درولي دي او ددغو بندیزون واصلی قربانیان ولس دی .

همدرااز د نړۍڅه دپاسه اویا اقتصادپوهانو اوکارپيژاندو،د امریکا ولسمشرجوزف بایډن او ددغه هیواد خارجه وزیرآنتونیو بلینکن او نورو هیوادونو ته په لیک لیږدولو سره له دوي غوښتي د افغانستان دمرکزی بانک شتمنۍ دې سملاسی آزادې شي.افغان ولس که څه هم  اوسنی حکومت ئې ټاکلی نه دی،خو د څو چنده کړاؤ زغملو ته مجبوره دي .

 

ټیګونه