د چین او د روسیې په مانورې د ناټو نیوکه بې ځایه ده
(last modified Wed, 31 Aug 2022 23:57:31 GMT )
Sep 01, 2022 04:27 Asia/Kabul
  • د چین او د روسیې په مانورې د ناټو نیوکه بې ځایه ده

رویټرز خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژائو لیجیان د روسیې او د چین د پوځي مانورې په ترسره کیدا باندې د ناټو تړون نیوکه غیرمسولانه وبلله.

د روسیې دفاع وزارت پرون د جاپان په سمندر کښې د چین له سمندري عسکرو سره د ماسکو د ګډې پوځي مانورې د ترسره کیدا خبر ورکړ.

دغه پوځي مانوره به د« وستوک دوه زره دوه ویشتم »په نوم د روسیې د سترې پوځي مانورې په څنډه کښې ترسره شي.

د وستوک دوه زره دوه ویشتم پوځي مانورې کښې به د ډله ییز امنیت د موسسې غړي، د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غړي او دغه راز د اذربایجان جمهوریت ، د الجزایر، د ارمنستان د بیلاروس ، د هندوستان د قزاقستان د قیرغیزستان د چین د لائوس د منګولیا د  نیکارا ګوا ، سوریې او د تاجیکستان په شان د هیوادونو مقامات او ځواکونه ګډون وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژائو لیجیان پرون د ماسکو او د پیکینګ د ګډې پوځي مانورې په هکله د ناټو په کړچار نیوکه وکړه او ویې ویل دغه چاره د ساړه جنګ ذهنیت ته د دوام د ورکولو لپاره د ناټو تړون د هڅې ښودنه کوي.

هغه وویل ناټو په غیر مسوولانه ډول ویلي دي چې د روسیې او د چین ملګرتیا د دغه ائتلاف د ګټو او ارزښتي نظام له چیلنج سره مخامخ کوي.

د چین دغه چارواکي په ناټو غږ وکړ چې سمدستي خپل  خطرناک تفکر چې په نړۍ کښې د لالهاندۍ سبب ګرځي څنګ ته کړي.

 

ټیګونه