چین او هندوستان له لانجې وړ سیمې عسکر وباسي
(last modified Mon, 12 Sep 2022 01:30:05 GMT )
Sep 12, 2022 06:00 Asia/Kabul
  • چین او هندوستان له لانجې وړ سیمې عسکر وباسي

رویټرز خبري اژانس وايي له شخړې وړ سرحدي سیمې د چین او د هندوستان د پوځیانو د شاتګ کولو عملیات نن بشپړیږي.

چین او هندوستان په دوه زره شلم میلادي کال کښې له سختې جګړې وروسته چې د هندوستان د شلو او د چین د څلورو پوځیانو د وژل کیدا سبب شوه د هیمالیا په جنوب کښې په لداخ لوړو او په شخړې وړ سیمې کښې خپل په لسګونو پوځیان دیره کړل.

له لانجې وړ سرحدي سیمې د چین او د هندوستان د عسکرو ایستل د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پوځي چارواکو ترمینځ د خبرو اترو له څو پړاونو وروسته ترسره کیږي.

د هندوستان خارجه وزارت وویل د چین او د هندوستان عسکر له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې د هیمالیا په لویدیځ کښې له لداخ سیمې په وتلو دي او دغه بهیر به نن ورځ بشپړه شي.

د هندوستان د خارجه وزارت ویاند اریندام باغچي وویل په سیمه کښې ټول موقته مرکزونه چې د چین  او د هندوستان د عسکرو لخوا جوړ شوي دي د دغه موافقې د یوې برخې په توګه له مینځه وړل کیږي.

د هندوستان د پوځ یوه جنرال هم چې په لداخ سیمه کښې یې خدمت کړی دی وویل دا یو مثبت ګام دی.

 

ټیګونه