د بندیزو د لغو کولو لپاره د مذاکراتو په هکله د بورل ادعا، د نورو د ملامتولو یوه هڅه
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل مدعي شو چې ایټمي موافقې ته د ستنیدو لپاره خبرې اترې له بندون سره مخ شوې دي.
بوزل دا ادعا له فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کښې کړې ده. بورل هم داشان وویل: له بده مرغه په امریکا کښې سیاسي حالاتو او دې ته په پام سره چې ډیر مسائل تراوسه نه دي جوت شوې، مونږ په یو ډول بندون کښې ګیر شوي یو.
بورل له دې مخکښې هم په یوې خبري کانفرنس کښې وویل چې د ایران د ایټمي موافقې په سر مذاکرات د نظرونو د نزدې کیدو پر ځاې، له یو بله د رایو د لرې کیدو په حال کښې دي. هغه ټینګار وکړ: دریځونه سره نزدې شوې نه دي بلکې لا واټن په کښې راغلی دی. بورل زیاته کړه چې دا ډیره د اندیښنې خبره ده ځکه چې کیدې شي ټوله موافقه په خطر کښې ولویږي.
امریکا او ایران په دې وروستیو اونیو کښې د ایټمي موافقې د فعالولو لپاره د اروپايي اتحادیې د وړاندیزې متن په هکله د یوبل د ځوابونو په څیړنې لګیا وو چې د بورل په وینا، د مسودې وروستې متن او د ایټمي موافقې د احیا لپاره یوې موافقې ته د رسیدو په موخه وروستی وړاندیز دی.
له بندون سره د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو د مخامخیدو په هکله د بورل نوې ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې ایران د برجامي ژمنو د دوباره اجرا لپاره د امریکې له خوا د خپلو منطقي او قانوني غوښتنو د منلو د ضرورت په هکله خپل دریځ په ډاګه مطرح کړی او اوس لویدیځوال په تیره امریکا نتیجې ته د دغو مذاکراتو د رسیدو او د برجام د اجرا کولو لپاره د یو رغنده دریځ د غوره کولو پر ځاې تل په دې کار کښې خنډونه اچوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ایران په کراتو یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې ته رسیدو لپاره په کراتو خپل ښه نیت او پوره اراده ښودلې ده، وویل: په روانو حالاو کښې د موافقې د مخې یوازنې خنډ، د حقیقت پسندۍ نشتوالی او د امریکې له خوا د ضروري ارادې نه لرل دي.
په عین حال کښې لویدیځوال او له هغو څخه اروپايي ټرائيکا او امریکا پر ځاې د دې چې د طرفینو د رضایت وړ نتیجې د ترلاسه کولو په موخه یولړ مثبت ګامونه پورته کړي، د ایران خلاف د دباؤنو د زیاتولو په موخه غیررغنده او خرابونکي اقدامات یې په ایجنډا کښې شامل کړې دي. په دې لړ کښې ترټولو نوی او تازه اقدام د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس بیانیه ده. د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په پرونۍ غونډه کښې ۵۶ هیوادونو چې ۲۳ یې د آژآنس د واکمنې شورا غړي وو، د ایران خلاف یوه خبرپاڼه صادره کړه او تهران یې د ملګرو ملتو له ایټمي څارونکي ارګان سره د ملګرتیا په نه کولو تورن کړ. د دغې بیانیې وړاندې د اروپايي ټرائیکا او امریکا له خوا شوی و او ایران یې د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژآنس سره د څارنې په برخه کښې د مرستې او ملګرتیا په نه کولو تورن کړ.
خو د دغې ایراني ضده خبرپاڼې له لوستل کیدو سره سره د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا دغه غونډې د پریکړه لیک له صادرولو پرته ياې ته ورسیدله.
په ویانا کښې دیره نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف د آژآنس د واکمنې شورا په غونډه کښې وویل: د ایران خلاف د (میګا فون ډیپلماسي) اغیزناکه نه ده.
د لویدیځوالو دغه خرابونکی اقدام د تهران له غبرګون سره مخامخ شو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل عماني همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا په غونډه کښې د غیررغنده بیانیې صادریدل بې ګټې وبلل او ویې ویل: د موافقې مطلوب ټکي ته د رسیدو راز په حقیقت پسندۍ باندې د امریکې تمرکز او د ضروري ارادې ښودل دي.
خو د بایډن حکومت برجام ته د امریکې د چټکې ستنیدنې په هکله له ابتدايي ادعاؤ سره سره په عمل کښې په دې لړ کښې ډیر ورو او سست عمل کوي او په عین حال کښې برجام ته د ستنیدو د ضرورت په هکله له بیابیا ادعاؤ سره سره د ایران د غوښتنو له منلو څخه په سرغړونې سره ظاهراً نه غواړي چې په دې لړ کښې کوم اغیزناک اقدام وکړي. داسې ښکاري چې د صهیونیسي رژیم د دباؤنو، له کانګرس سره د اختلافاتو او د امیکې د کورنیو ستونزو په شان ځیني عوامل په تیرو میاشتو کښې برجام ته د ستنیدو لپاره د بایډن د حکومت د نه ګروهنې وجه وه.
تهران په ځلونو ټینګار کړی چې امریکا باید په دې حساس پړاؤ کښې مهمې او اساسي پریکړې وکړي او په حقیقت کښې د برجام ایټمي موافقې د دوباره اجرايي کیدو لپاره اوس بال د امریکې په ګراونډ کښې دی. ایران ټینګار لري چې موافقې ته د رسیدو لازمه، په تضمین شوې طریقه د بندیزونو د ختمیدو پایدار والی دی او دا چې په راتلونکو وختونو کښې هم هیڅ کومه موضوع د ایران خلاف د استفادې په لړ کښې د دباؤ په توګه ونه کاروله شي او د یوې داسې موافقې په لټه کښې دی چې په کښې د خلکو اقتصادې ګټې تامین شي، د ایران بهرنې تجارت پوره بحال شي او د تیلو په خرڅون باندې غیرقانوني محدودیتونه ختم کړی شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم په دې هکله ټینګار کړی چې د بندیزونو ختمیدل او د ایران د ولس اقتصادي ګټه، زمونږ بنیادي اهداف دي او ایران په دې لړ کښې هڅه کوي او دا د ایران د مرکچي ټیم یو بنیادي وړومبیتوب دی.
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی