ایران د ایټمی خبرواترو داوسنیو شرائطو یوازینی عامل نه دی
(last modified Tue, 20 Sep 2022 07:47:22 GMT )
Sep 20, 2022 12:17 Asia/Kabul
  • ایران د ایټمی خبرواترو داوسنیو شرائطو یوازینی عامل نه دی

د روسیې دغه ډيپلوماټ یادونه وکړه، ددغو خبرواترو زیاتره برخه په  خبرو کې دګډون کونکي بل شریک (واشنګټن) د داخلی سیاسي پروګرامونو سره اړوندوالی لري.

 په ویانا کې د  نړیوالو ایټمي خبرواترو  کې دروسیې د مرکچي ټيم مشر په ایران د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دمسئول د بیا تور لګونې په غبرګون کې ،د ویانا په خبرواترو کې بندون او  ایټمی موافقې لپاره د کومې نتیجې نه ترلاسه کیدا ، دامریکا دداخلی بحران په دلیل وبلله.

د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول  جوزف بورل پرون پر ایران دد باؤ د زیاتولو لپاره په هڅې کې،په دې ادعا سره چې  دایټمی موافقې لپاره دهغه د وړاندیزي متن څخه لاښه بله لاره  نشته ،ووئيل، دتهران ځوابونو له موافقې سره هیڅ مرسته ونه کړه.

په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر او په ایټمی خبرو کې د روسیې دمرکچي ټيم مشر میخائيل اولیانوف بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،حتی که  د ویانا ایټمي خبرې  بندون ته رسیدلي  وي،نو ایران په دې باب یوازینی ګرَم  نشي بلل کیدلی.

 اولیانوف ټينګار کړی ، حتی که  ایټمی خبرې اترې ودریږي، نو په نتیجې کې ډول ډول عوامل شته او دایران په ضد ددرستو ګرَمو دمتوجه کولولپاره هڅې عادلانه نه دي.

د روسیې دغه ډيپلوماټ یادونه وکړه، ددغو خبرواترو زیاتره برخه په  خبرو کې دګډون کونکي بل شریک (واشنګټن) د داخلی سیاسي پروګرامونو سره اړوندوالی لري.

 

ټیګونه