د پوتین پوځي حکم لندن اندیښمن کړی دی
د بریطانیا مرستیال خارجه وزیر د روسیې د ایټمي توان او ځواکونو د کارولو په هکله د روسیې د ولسمشر له څرګندونو اندیښنه وښودله
د بریطانیا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ګیلین کیګان نن له سکای نیوز خبري چینل سره په یوه مرکه کښې، د روسیې د ایټمي توان او ځواکونو د تیارسي کولو په هکله د دغه هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونې د شخړو د سختیدو لامل وبللې.
کیګان د روسیې د پولو په خوا کښې د ناټو د ایټمي تاسیساتو د ځاې پرځاې کیدو او د ماسکو د ورته ځواب په هکله د پوتین خبرداري ته په اشارې سره وویل: د پوتین څینې څرګندونې ډیرې اندیښمنونکې وې.
د بریطانیا دغه سفارتکار په دې هکله د پوتین څرګندونو ته په اشارې سره چې روسیه د خپل ایټمي توان په هکله تشې لاپې نه وهي، زیاته کړه: په وضاحت سره دا څرګندونې باید ډیرې جدي واخلو ځکه چې حالات په کړکیچنیدو او له کنټروله په وتلو دي.
کیګان دې ټکي ته په اشارې سره چې بریطانیا تراوسه له یوکرین سره ۲.۳ میلیارډ پونډه پوځي مرسته کړې ده، وویل: دا مرستې به په راتلونکي (۲۰۲۳) کال کښې هم دوام ولري.
د ویلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په یوه وینا کښې ویلي دي، یوازې هغه ښاریز چې ابتدايي پوځي زده کړې یې کړې دي، په پوځ کښې اجباري شتون ته رابلل کیږي او بیا به نور ټریننګ ورکول کیږي.
د روسیې ولسمشر دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکا، جرمني او یوشمیر نور لویدیځ هیوادونه کي یف ته د روسیې خلاف ځیني حکمونه ورکوي، ټینګار وکړ: په (زاپروژیا) سیمې باندې په حملې سره د دغې ایټمي بټۍ ګواښل یو ایټمي ګواښ دی او ماسکو هم ایټمي وسلې لري، مونږ به د روسیې د خاورې د ساتنې لپاره له ټولو اوزارو کار واخلو.