چین هیڅکله په سلطې پسې نه دی
(last modified Sun, 16 Oct 2022 07:13:07 GMT )
Oct 16, 2022 11:43 Asia/Kabul
  • چین هیڅکله په سلطې پسې نه دی

ایرنا خبري اژانس وايي د چین ولسمشر شي جین پینګ د کمیونیسټ ګوند د شلمې غونډې د پرانیستلو په وخت وویل هیڅکله په سلطې پسې نه یوو.

د چین د کمیونیسټ ګوند شلمه غونډه نن د دغه هیواد د یوې تر ټولو سترې سیاسي او د نړۍ د یوې تر ټولو مهمې پیښې په توګه د ولسمشر شي جین پینګ په وینا سره په پیکینګ کښې پیل شوه او ټاکل شوي ده په دغه غونډې کښې د چین د پراختیا د بهیر د دوام لپاره مهمې فیصلې وشي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ نن د کمیونیسټ ګوند د شلمې غونډې په وخت ټینګار وکړ هیواد یې له هر ډول سلطې، د ساړه جنګ له تفکر، د هیوادو په داخلي چارو کښې د قدرتونو له لاسوهنې او دوه ګوڼه معیارونو سره په قدرت سره مقابله کوي.

هغه ډاګینه کړه چین هڅه کوي چې له نورو هیوادونو سره د مثبت تعامل سره د ملګرتیا په پراخولو سره له انډوله پراختیا او ثبات سره یوځاې دوستانه اړیکې ولري.

د چین ولسمشر شي جین پینګ په عین حال کښې د ټایوان د مسلې په هکله وویل هیواد یې هیڅکله  ځان له پوځي اوزاره څخه استفادې کولو ته ژمن نه ګڼي.

 

ټیګونه