نړۍ چین ته او چین نړۍ ته اړتیا لري
شی جین پینګ له ۲۰۱۲کاله راپه دې خوا د پرله پسې د ریم ځل لپاره دچین دکمونیسټ ګوند د عمومي منشي په توګه غوره شوې چې د چین د خلق ډيموکراټيک ولسمشر په توګه د پنځو نورو کلونو یوې دورې لپاره دهغه ځائيګی تضمینوي.
فرانس پریس آژانس له بیجینګه راپور ورکړ، د چین اوسنی ولسمشر شی جین پينګ له دې وورسته چې د دریم ځل لپاره چین د کمونیسټ ګوند مشر او په نتیجې کې ئې ددغه هیواد دریم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو،دخبریالانو په وړاندې ئې پخپلو څرګندونو کې ووئيل، چین له نړۍ پرته پراختیا نشي ترلاسه ولی او نړۍ هم چین ته ډيره اړتیا لري.
شی جین پينګ همداراز داقتصادچټګه پراختیا او په اوږدې مودې کې ټولنیز ثبات په چین کې د ترلاسه شوو دوو معجزو په توګه یادې کړې.
د چین د کمونیسټ ګوند شلم ملی کانګرس غونډه له یوې اونۍ وروسته پرون شنبې په ورځې د ګوند د عمومي منشي په توګه د پرله پسې دریم ځل لپاره د شی جین پينګ په ټاکلو سره پاي ته ورسیده.
په دې توګه شی جین پینګ له ۲۰۱۲کاله راپه دې خوا د پرله پسې د ریم ځل لپاره دچین دکمونیسټ ګوند د عمومي منشي په توګه غوره شوې چې د چین د خلق ډيموکراټيک ولسمشر په توګه د پنځو نورو کلونو یوې دورې لپاره دهغه ځائيګی تضمینوي.