د روسیې ولسمشر په لویدیځو هیوادونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122804-د_روسیې_ولسمشر_په_لویدیځو_هیوادونو_نیوکه_وکړه
سپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نړیوالو مسائیلو کښې د لویدیځو هیوادونو په دوه ګوڼو دریځونو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2022 01:23 Asia/Kabul
  • د روسیې ولسمشر په لویدیځو هیوادونو نیوکه وکړه

سپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نړیوالو مسائیلو کښې د لویدیځو هیوادونو په دوه ګوڼو دریځونو نیوکه وکړه.

هغه په والدای کانفرنس کښې وویل لویدیځ هیوادونه د تمدن ادعا کوي خو د لوبې قوانین د خپلو  ګټو پراساس بدلوي امریکا په اوکراین کښې کودتا وکړه او د ایران جنرال قاسم سلیماني یې ټرور کړ.

د روسیې ولسمشر پوتین وویل امریکا د ایران جنرال قاسم سلیماني ټرور کړ او ورباندې یې اعتراف هم وکړ. دا څه دي؟ مونږ چیرته ژوند کوو؟ هغوې (امریکا)په کامل ډول خپل وجدان او ضمیر له لاسه ورکړی دی.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې لویدیځ هیوادونه اقتصادي جنګونه پیلوي وویل هغوې هیوادونه کلابند کوي او کودتاګانې کوي او د دوه زره څوارلسم میلادي کال یوه کودتا په اوکراین کښې د غمیزې د رامینځته کیدا سبب شوه او لویدیځو هیوادونو د دغه کودتا ملاتړ وکړ او د دغه کودتا لپاره یې څومره پیسې ولګولې.

د روسیې ولسمشر پوتین وویل لویدیځ هیوادونه د هیڅ شي پروا نه کوي د بیلګې په توګه جنرال قاسم سلیماني یې ټرور کړ. هغه د یوه هیواد رسمي چارواکی و. امریکا هغه په یوه دریمګړي هیواد عراق کښې وواژه او په وژلو یې اعتراف وکړ. مونږ په کوم ځاې کښې ژوند کوو؟

ولادیمیر پوتین وویل مونږ په ځلونو لویدیځو هیوادونو ته د ګډ امنیتي نظام د رامینځته کولو وړاندیز وکړ خو هغوې ورسره مخالفت وکړ او لویدیځ هیوادونه په نړۍ د سلطې هڅه کوي خو هغوې په مجبوره شي د راتلونکي په هکله خبرې وکړي.