روسیې اوکراین ته نوي عسکر واستول
فارس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کښې د ماسکو د ځانګړیو پوځي عملیاتو لپاره د هیواد له پوځ سره د پنځوس زره نویو ځواکونو د ورزیاتیدا خبر ورکړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په اوکراین کښې د ماسکو د ځانګړي پوځي عملیاتو لپاره د هیواد له پوځ سره د پنځوس زره نویو ځواکونو ورزیاتیدا ته په اشارې سره وویل په اوکراین کښې په ځانګړیو پوځي عملیاتو کښې اتیا زره پوځيان ګډون لري او درې لکه شل زره نور پوځیان هم په روسیې کښې د روزنې په مرکزونو کښې دي.
امریکا او اروپايي هیوادونو په تیره بیا انګلستان ، فرانسې او جرمني وغیره هم اوکراین ته زیاتې وسلې او له ټولې نړۍ څخه ګڼ شمیر ترهګر استولي دي چې هلته د روسیې د عسکرو پرضد وجنګیږي.
امریکا له اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اوکراین د جنګ د نور اوږدولو هڅه کوي چې د روسیې اقتصاد کمزوری کړي.