روسیه د لویدیځ له غلیمانه هڅوسره سره  دخپل ملی حاکمیّت سخته دفاع کوي
(last modified Wed, 16 Nov 2022 00:41:38 GMT )
Nov 16, 2022 05:11 Asia/Kabul
  •    روسیه د لویدیځ له غلیمانه هڅوسره سره  دخپل ملی حاکمیّت سخته دفاع کوي

د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل  هیواد ئې دروسیې دملی حاکمیّت د کمزوري کولو لپاره د لویدیځوالو له غلیمانه  هڅو سره سره ، په دې لړ کې د لویدیځ یرغلیزې هڅې په سختۍ سره درولي دي.

په اوکراین د روسیې له حملې وورسته  امریکا او دهغې متحدانو پر روسې پراخ بندیزونه لګولي دي  او د ماسکو له ګیسو سره ئې د اړوندوالی د کمولو غوښته کړې ده.

د روسیې په ضد دامریکا او متحدانو بندیزونه ئې په داسې حال کې دي چې لویدیځ  له دغو ټولو اقداماتو سره سره،دا اندیښنه لری چې د  روسیې په ضد په اقتصادي برخو کې په تیره بیا دتیلو اوګیسو  په برخې کې  دبندیزونو سختیدا،د اروپایانو اقتصادي شرائط او دانرژۍ دنړیوالو بازارونو وضعیّت  له زیات سره خراب کړي. چې تردې دمه ئې هم د اروپا اقتصاد له ډيرو ترینګلتیاؤ سره مخ کړ ی دی.

سپوټنیک خبری آژانس راپور روکړیو د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل  هیواد ئې دروسیې دملی حاکمیّت د کمزوري کولو لپاره د لویدیځوالو له غلیمانه  هڅو سره سره ، په دې لړ کې د لویدیځ یرغلیزې هڅې په سختۍ سره درولي دي.

پوتین زیاته کړې ده،یو شمیر هیوادونه په فعال ډول د ماسکو دکمزوری کولو هڅه کوي،چې د مونږ له ټولنې سره ئې په ارتباط کې د دوي ښکاره موخه ، اختلاف اچول ، انحراف او دروسیې کمزوري کول او په نهایت کې د دړې وړې کولو په خاطر  دمونږ د ملی حاکمیّت د حق کمزوری کول دي. د روسیې ولسمشر  په دوام کې روښانه کړه ،مونږ د غلیمانه ا قداماتو په وړاندې د خپلو ګټو  ددفاع لپاره د دوي په وړاندې  کلک  مقاومت  کوو او پخپلو کړنو به ئې پښمانه کړو. په پاي کې ولادیمیر پوتین په دوهم نړیوال جنګ کې  له نازیانو سره د اوکراین د اوسنیو سیاستوالانو په پرتله کولو سره  چې هڅه کوي د دوي د ښاریزو په ضد جنایتونه او خیانتونه   پټ کړي ،د تاریخ د ناسم بیان  لپاهر ئې هڅې ، په روسیې د یرغلونو لپاره د یوه پلمې دجوړولو په موخې سره  دغه هیواد په ضد دلویدیځ دککړو لارو چارو یوه برخه وبلله.

 

ټیګونه