له روسیې سره د دونباس سیمې یوځاې کیدل باید زر وائ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124052-له_روسیې_سره_د_دونباس_سیمې_یوځاې_کیدل_باید_زر_وائ
تاس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوه زره څوارلسم میلادي کال کښې په دونباس سیمې باندې د اوکراین د ځواکونو د حملو د بندولو لپاره له اروپايي هیوادونو سره د ماسکو موافقې ته په اشارې سره وویل د روسیې او د دونباس سیمې یوځاې کیدا باید زر ترسره کیدلای.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2022 01:25 Asia/Kabul
  • له روسیې سره د دونباس سیمې یوځاې کیدل باید زر وائ

تاس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوه زره څوارلسم میلادي کال کښې په دونباس سیمې باندې د اوکراین د ځواکونو د حملو د بندولو لپاره له اروپايي هیوادونو سره د ماسکو موافقې ته په اشارې سره وویل د روسیې او د دونباس سیمې یوځاې کیدا باید زر ترسره کیدلای.

ولادیمیر پوتین په اوکراین کښې د روسیې په پوځي عملیاتو کښې د موجودو پوځیانو له میندو سره په غونډې کښې وویل له روسیې سره د دونباس سیمې یوځاې کیدل باید زر ترسره کیدلای.

په دې بڼه کښې به شاید د اوکراین په بمباریو کښې  کم ملکي وګړي او ماشومان وژل کیده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یویشتمه نیټه د ماسکو امنیتي اندیښنو ته د لویدیځو هیوادونو په پام نه کولو باندې نیوکې سره په دونباس سیمه کښې د دونتسک او د لوهانسک سیمو خپلواکۍ په رسمیت پیژندلي وه.

امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، کاناډا او نورو اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ اصلي مسوول دي ځکه چې دغو هیوادونو روسیه مجبوره کړه چې ماسکو په اوکراین کښې ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي.

امریکا او اروپايي هیوادونو اوس اوکراین ته ډیر ترهګر او ډول ډول پرمختللي وسلې استولي دي چې جنګ نور هم زیات کړي او د روسیې اقتصاد دړې وړې کړي.