امریکا باید د اوکراین د ترهګرو اقداماتو ځواب ورکړي
تاس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ امریکا باید د روسیې د ملګي وګړو پرضد د اوکراین د ترهګرو اقداماتو په هکله ځواب ورکړي.
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا پرون وویل امریکا د اوکراین د جنګ په یوه لوري بدله شوي ده او واشنګټن د روسیې د ملکي وګړو پرضد د اوکراین د ترهګرو اقداماتو په وړاندې له خپل مسوولیت څخه نشي تښتیدلی او ځان د امریکا د وسلو له کبله له مرګ ژوبلو او ورانیو څخه نشي خلاصولی.
د روسیې دغه ډيپلوماټې خبرداری ورکړ د لویدیځو هیوادونو لخوا اوکراین ته ټول ورکړل شوي وسلې د روسیې لخوا له مینځه وړل کیږي یا مصادره کیږي.
لویدیځو هیوادونو ته د روسیې د دغه چارواکي دغه خبرداری په داسې حال کښې دی چې څه د پاسه نهه میاشتې کیږي چې د اوکراین جنګ دوام لري او اوکراین ته د امریکا او د لویدیځو هیوادونو لخوا د ډول ډول درنو او سپکو وسلو او ترهګرو استول اوس هم دوام لري.