چین هېواد کې په لومړي ځل د نږدې یو میلیون کمو ماشومانو زیږون
په ۲۰۲۲ م کال کې چین هېواد کې د کمو ماشومانو د زیږون له امله په نفوسو کې ۸۵۰ زره تنو کموالی راغلی چې په تېرو ۶۱ کالونو کې بې سارې دی.
په ۲۰۲۲ م کال کې چین هېواد کې د کمو ماشومانو د زیږون له امله په نفوسو کې ۸۵۰ زره تنو کموالی راغلی چې په تېرو ۶۱ کالونو کې بې سارې دی.
د رسنیو د معلوماتو له مخې په چین هېواد کې په تېر ۲۰۲۲م کال کې ۸۵۰ زره نفوس کم شوي چې په تېرو ۶۱ کالونو کې بې ساری ګڼل کیږي او په دې سره په یاد کال کې د نفوسو ټولیز شمېر ۱.۴۱ میلیاردو ته رسیږي.
په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې په چین کې اته میلیونه پنځه سوه شپیته زره ماشومان زیږیدلي وو چې په مجموعي ډول یې د نفوسو شمېر یو میلیارد او څلور سوه زرو ته رسیدو.
د یوې څېړنې له مخې ټاکل شوې په 2023 م کال کې هندوستان د چین ځای ونیسي او په نړۍ کې د زیاتو نفوسو لرونکی لومړنی هېواد وګڼل شي.