د چین لومړي وزیر د سیمې د خوندیتوب په موخه په اسیا کې ګډوډۍ او شخړو څخه د مخنیوي وړاندیز وکړ
(last modified Thu, 30 Mar 2023 13:10:24 GMT )
Mar 30, 2023 17:40 Asia/Kabul
  • د چین لومړي وزیر د سیمې د خوندیتوب په موخه په اسیا کې ګډوډۍ او شخړو څخه د مخنیوي وړاندیز وکړ

د چین هېواد لومړي وزیر لي کيانګ د ۵ شنبې په ورځ د اسيا د اقتصادي فورم (BAO) په کلنۍ غونډه کې په اسيا کې د ګډوډۍ او جګړو د مخنيوي په اړه خبرداری ورکړ.

د چین لومړي وزیر د سیمې د خوندیتوب په موخه په اسیا کې ګډوډۍ او شخړو څخه د مخنیوي وړاندیز وکړ

د چین هېواد لومړي وزیر لي کيانګ د ۵ شنبې په ورځ د اسيا د اقتصادي فورم (BAO) په کلنۍ غونډه کې په اسيا کې د ګډوډۍ او جګړو د مخنيوي په اړه خبرداری ورکړ.

هغه زیاته کړې، هېواد به یې د نوښت پر بنسټ اصلاحاتو او پرمختګ ته دوام ورکړي، که څه هم په نړۍ کې هر ډول بدلون راځي.

 لي وويل، د دې کار په کولو سره به چين نه يوازې نړيوال اقتصاد ته نوی تحرک او روحيه ورکړي، بلکې نړۍ ته به دا توان ورکړي چې د چين د پرمختګ فرصتونه او ګټې شريکې کړي.

 د راپور له مخې، لي دا څرګندونې د چين په های نان ټاپو کې د اسيا لپاره د بواو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې په يوه مهمه وينا کې وکړې.

 هغه اشاره وکړه چې آسیا باید د "انتشار او شخړې" څخه ډډه وکړي که نه د سیمې راتلونکی به له لاسه ورکړي.

 لي وويل، چين د نړيوالې سولې او ثبات د لنگر په توګه کېدای شي او اصلاحاتو ته به دوام ورکړي.

 د الجزیرې خبري آژانس د راپور له مخې په دې سرمشریزه کې لسګونه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي چارواکي او د نړۍ د مشهورو سوداګریزو شرکتونو مشران ګډون لري.

 

ټیګونه