چین کې په یوه روغتون کې د اورلګیدنې له امله ۲۱ تنه مړه شوي
Apr 19, 2023 14:52 Asia/Kabul
د چین هېواد پلازمینې بیجینګ کې د چنګفینګ په نوم په یوه روغتون کې د اورلګیدنې له امله ۲۱ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
چین کې په یوه روغتون کې د اورلګیدنې له امله ۲۱ تنه مړه شوي
د چین هېواد پلازمینې بیجینګ کې د چنګفینګ په نوم په یوه روغتون کې د اورلګیدنې له امله ۲۱ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وایي، د یادې پېښې د رامڼخته کېدو سره سم یې ۷۱ ناروغان له روغتون څخه روغ ژغورلي، خو یو شمېر نورو یې له ودانۍ څخه د ځآن غورځونې له امله ټپیان شوي دي.
تر اوسه د یادې اورلګیدنې د رامنځته کېدو لامل ندی روښانه شوی.