جنوبي کوریا ته د جاپان د لومړي وزیر په سفر باندې اعتراضونه:-
د جنوبي کوریا خلکو خپل هیواد ته د جاپان د لومړي وزیر فومیو کیشیدا په سفر باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
جنوبي کوریا او جاپان کلونه کلونه کیږي چې د ځینو تاریخي مسائیلو په هکله له یوبل سره اختلاف لري.
سره له دې په ختیځې اسیا کښې د امریکا دغو دوو متحدو هیوادونو په تیرو میاشتو کښې پریکړه کړي ده چې له هغه څه سره د مقابلې لپاره چې د چین او د شمالي کوریا سیمه ئیز ګواښونه بلل شوي دي دوه اړخیزه ملګرتیاوې پراخې کړي.
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د اړیکو د رغولو لپاره له سئول سره د تګ راتګ د ډيپلوماسۍ له سره پیلولو او له هغه څه سره په یووخت چې د پیانګ یانګ اټومي ګواښونه بلل شوي دي پرون جنوبي کوریا ته په سفر سره د دغه هیواد له ولسمشر یون سوک یول سره کتنه وکړه.
دا له دولسو کلونو وروسته جنوبي کوریا ته د جاپان د یوه لومړي وزیر لومړنی سفر دی چې په تیرې مارچ میاشت کښې ټوکیو ته د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول د سفر په ځواب کښې ترسره شوی دی.
د جنوبي کوریا خلکو د جاپان د لومړي وزیر د سفر هرکلی ونکړ او د کوریا د بیا د اتحاد او د سولې لپاره د پیوستون د فعالانو یوې ډلې چې په ایس پي ای ار کی (SPARK) یادیږي سئول ته د جاپان د لومړي وزیر په سفر باندې اعتراض کښې په دغه ښار کښې د ولسمشر دفتر ته نږدې غونډه وکړه.
اعتراض کونکو د خپل تیر پوځي کړچار په خاطر د جاپان د بخښنې غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کښې دي چې د دغه سفر هدف د هغه څه په بهیر کښې چې د شمالي کوریا اټومي ګواښونه او دغه راز په سیمه کښې د چین د قدرت ورځ تر بلې زیاتیدل ګڼل کیږي د جاپان او د جنوبي کوریا د اړیکو پیاوړي کول بلل شوی دی.
سره له دې جنوبي کوریا ته د جاپان د لومړي وزیر سفر په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول هم څه موده مخکې امریکا ته ورغی چې له مخکې څخه زیات د دواړو هیوادونو په سټراټيژیک پیوند باندې ټینګار وکړي.
له دې کبله داسې ښکاري د جاپان او د جنوبي کوریا مشران د دوه اړخیزه اړیکو د نوي فصل د رامینځته کولو په حال کښې دي کوم چې د سیمې بدلونونه تر اغیز لاندې وروستلی شي.
ځکه مخکې له دې سره سره چې جاپان او جنوبي کوریا په سیمه کښې د امریکا متحدان دي خو د بیلابیلو مسائیلو په اړه د دواړو هیوادونو اختلافاتو او دغه راز د جاپان د مقام غوښتنو په هکله د سئول اندیښنې د دواړو هیوادونو په اړیکو باندې سیوری غوړولی و.
د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند لي میادونګ په دې هکله وايي په تیرو لسیزو کښې د جاپان تیریو او د نورو هیوادونو نیولو، د جنوبي کوریا په شمول د ټوکیو د پوځي کړچار په هکله اندیښنې رامینځته کړي دي.
سره له دې داسې ښکاري په هغه پروګرام سره چې امریکا د جاپان او د جنوبي کوریا لپاره پلان کړی دی دا دی چې د چین په مقابل کښې خپل موقعیت پیاوړی کړی کوم چې په اختلافاتو باندې سترګې پټول او د پیکینګ په مقابل کښې د ملګرتیا په پراخولو او زیاتولو ټینګار دی.
په همدې دلیل ده چې د جاپان لومړي وزیر کشییدا سئول ته له تلو مخکې د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د دوستۍ او د اعتماد پراساس د خبرو اترو په هکله هیله څرګنده کړه.
په عین حال کښې د جنوبي کوریا چارواکو هم هیله وکړه چې د جاپان لومړی وزیر کیشیدا یو دوستانه دریځ ولري او سیاسي ملاتړونه وړاندې کړي په داسې حال کښې چې په جنوبي کوریا کښې ځینې سیاسي او رسندوي ټولنې د جاپان هیواد د تاریخي غلطیانو لپاره د دغه هیواد د لومړي وزیر کیشیدا په بخښنې غوښتلو ټینګار لري.
له دې کبله په دغه مسلې د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول سترګې پټول ممکنه ده هغه له پراخو داخلي نیوکو سره مخامخ کړي.
پر دې اساس د یون سو یول لخوا د ریسک منل ښودنه کوي چې جنوبي کوریا له امریکا سره په مشورې او ملګرتیا کښې له جاپان او دغه راز له واشنګټن سره په درې اړخیزه ډول د اړیکو په پراخولو کښې له هغه لوړ مصلحت تعقیبوي.
د سیاسي مسائیلو کارپیژاند علي خزايي په دې هکله وايي داسې ښکاري د امریکا په هڅونې او ترغیبولو سره جاپان او جنوبي کوریا د خپلو اړیکو نوي پړاو ته د ننوتلو په حال کښې دي چې په اوسنیو شرایطو کښې د هغو یوازنی ګډ ټکی د امریکا په چورلیزتوب سره له چین سره ضدیت او مخالفت دی.په دې سربیره د جنوبي کوریا او د جاپان ترمینځ د سیمه ئیزې ملګرتیا پراخول د قدرت د انډول ګډوډول او له امنیتي او پوځي نظره د چین له چلینج سره مخامخ کول دي.»
په هرحال د جاپان او د جنوبي کوریا ترمینځ تاریخي اختلافاتو هماغه راز د دوې په اړیکو سیوری غوړولی دی او دغه اختلافات د دواړو لورو د اړیکو د پراختیا لپاره ګواښ ګڼل کیږي.
جنوبي کوریا او جاپان له نولس سوه لسم میلادي کال څخه تر نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کلونو پورې د دواړو هیوادونو ترمینځ د جنګ په بهیر کښې په زوره د کارونو د وژل شویو کسانو د دوسیې په هکله هماغه راز اختلاف لري چې د جنوبي کوریا د ولسمشر په کړچار باندې د نیوکې لپاره د جنوبي کوریا د حکومت د مخالفانو لپاره یو لاسوند کیدلای شي.
سره له دې باید د امریکا او د جنوبي کوریا په اړیکو کښې مهم ټکي ته اشاره وکړو چې ممکنه ده په اوږدې مودې کښې د جاپان د اندیښنې سبب شي.
د اټومي وسلو د پراختیا د بندیز په هکله په سپینې ماڼۍ کښې د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د تیرې اونۍ موافقه او د سټراټيژیکو او د اټومي پلانونو په هکله د اطلاعاتو راټولو ته د امریکا ژمنې ته په پام سره داسې ښکاري چې له جنوبي کوریا سره د ملګرتیا د پراخولو لپاره د جاپان د ډیر نرمښت سبب شي.