د چین لوړرتبه ډیپلماټ یوکرین ته ځي
(last modified Sat, 13 May 2023 09:39:16 GMT )
May 13, 2023 14:09 Asia/Kabul
  • د چین لوړرتبه ډیپلماټ یوکرین ته ځي

چین د یوکرین د جنګ له پیلیدو وروسته په اول ځل خپل یو جګ پوړی سفارتکار د مذاکرې لپاره یوکرین ته لیږي

د جرمني د هندلز بلات ورځپاڼې د رپورټ له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د اورآسیا د مسائلو ځانګړی استازی لي هوي به له راتلونکې دوشنبې څخه د یوکرین د کړکیچ د سیاسي هواري په هکله د خبرواترو په موخه یوکرین، پولینډ، جرمني، فرانسې او روسیې ته سفرونه وکړي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ دوه اونۍ مخکښې د یوکرین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د دغه هیواد د ځانګړي استازي د لیږلو خبر ورکړی و خو د دغه سفر نیټه لا نه وه معلومه. د چین د خارجه وزارت ویاند وویل چې اړونده هیوادونو ته د چین د یو استازي سفر، د خبرواترو او د صلحې پرمخ بیولو ته د چین د ژمنوالي نښه ده.

د یوکرین د جنګ له پیلیدو راهیسې بیجنګ په کراتو په مذاکراتو باندې پر خپل ژمنوالي تاکید کړی دی. له بلې خوا چین د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ملاتړ کوي او تراوسه یې په یوکرین باندې د روسیې حمله نه ده غندلې.

 

ټیګونه