د ټاپي پروژې په اړه په اسلام آباد کې غونډه جوړېږي
ټاکل شوې چې نن او سبا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پایپلاین یا ټاپي پروژې پر سر د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ناسته وشي.
د پاکستان «بزنس رکارډر» ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې په دې غونډه کې به د ټاپي پروژې پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشي.
یاده ورځپاڼه وایي، د دې پروژې عاید به د افغانستان د کلنۍ بودجې له ۸۰ تر ۸۵ سلنه برخه پوره کړي، ځکه يې د امنیت ډاډمنول افغانانو ته حیاتي دی.
طالبانو د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د امنیت ساتلو لپاره ځانګړې قطعه هم جوړه کړې ده.
د یادې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، ټاپي پروژه د افغانستان لپاره حیاتي او اقتصادي پروژه ده، چې پلې کېدل به یې نه یوازې د اقتصادي پراختیا سبب شي، بلکی د سیمې په کچه به د سیاسي تعاملاتو او اقتصادي همکاریو د لا ښه کېدو لپاره ګټور تمام شي.
د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پرانیستل شوه، چې کارونه یې د ترکمنستان په خاوره کې شاوخوا شپږ کاله وړاندې پایته رسېدلي.