د تهران ځينو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځیني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو ،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
دا هم کیهان ورځپاڼه د ه چې پخپل نننی انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت او دفرانسې د ولسمشرانو په نوي دقیقې ټيلیفوني خبرو کې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په دې خبرې په ټينګار سره چې فرانسه د ایران له اسلامی جمهوریت سره په تعامل پسې دی،دخپل مینځیو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره ئې ددواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ دخبرواترو د دوام غوښته وکړه همداراز دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي هم د ایران په ضد دبندیزونو د ختمولو په مذاکراتو کښې له نارغنده اقداماتو په ډډه کولو ټینګار وکړ.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،پخوانی انګریز لومړی وزیر بوریس جانسن بلاخره د انګلستان له پارلیمانه هم استعفی ورکولو ته مجبوره شو.
په صومالیا کې د ماشومانو د دلوبو له ګراؤنډ سره نزدې په یوې زورورې چاودنې کې لږترلږه۲۷کسان وژل شوي او کابو ۵۵نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ماشومان دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د یمن د ملی نجات حکومت اړونده مسئولانو وئیلی دي ،عربستان دیمن په سواحلو دې ځل دایټمي فعالیتونو خځلې په پراخو سیمو کې ښخې کړي دي چې د یمن د دغو سیمو راتلونکی په جدي توګه ګواښي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسدارانو د ځوانو متخصصانو په لاس دفاتح نومې هائيپرسانک توغندي ترلاسه کول هماغه راز نړیوال غبرګونونه او انعکاسونه لري او دې ځل لویدیځي پوځي کارپيژاندي او د نظر خاوندان هم ددغه شان توغندي د جوړولو ټيکنالوجۍ ته د ایران په لاس رسي حک بک پاتې دي.
داهم د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،عربستان ته د امریکا د خارجه وزیر آنتونیو بلینکن دسفر په دوام کې هغه یو ځل بیا په سپين سترګیتوب سره وئيلي دي، امریکا له مینځني ختیځ سیمې څخه نشي جلاکیدلی او حتما باید په دغې سیمې کې پښې مضبوطې کړي.
ورځپاڼه لیکلی، داروپا د بهرنی سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل د اوکراین په کاخوفکا لوي ډیم چاودنې کې روسیه ګرَمه وبلله .
د پاکستان خارجه وزیر عراق ته دخپل سفر په پاي کې د ایران او عربستان ترمینځ دپخلاینې دموافقې په ترلاسه کولو او ددواړو هیوادونو ترمینځ داړیکو په ټينګولو کې د عراق د حکومت او چارواکو دهلوځلو قدرونه وکړه او وې وئيل، دایران عربستان داړیکو پراختیا نه یوازې د سیمې بلکې د درستې اسلامی نړۍ دیووالي او پرمختګ لپاره ستر ګام کیدلی شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، دغه موسیسه په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو پر فعالیتونو د طالب چارواکو له خوا د بندیز په اړه ژوره اندېښنه لري.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو حکومت دې ځل په افغانستان کې د ځينو بهرنیو اورګانونو او موسیسو پر فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.
د کډوالۍ نړیوالې تړترې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په تېرو دوو کلونو کې، د افغان کډوالو لومړی منزل، د ایران اسلامي جمهوریت دی.
د پاکستان د پټرولیم وزیر مصدق ملک او د ترکمنستان د حکومت وزیر او د «ترکمن ګاز» شرکت مشر مکسات بابایف د تاپي د ګیس د انتقال د نل لیکې د پروژې د جوړولو په موخه د ګډ اجرايي پروګرام په عنوان سره یوه موافقه لاسلیک کړه.