په جوهانسبرګ کې اورلګیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137838-په_جوهانسبرګ_کې_اورلګیدنه
د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې په یوې لوړې ودانۍ کې اور لګېدنې تر اوسه لږ تر لږه ۵۸ کسان وژلي دي.
(last modified 2023-08-31T08:43:54+00:00 )
Aug 31, 2023 13:12 Asia/Kabul
  • په جوهانسبرګ کې اورلګیدنه

د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې په یوې لوړې ودانۍ کې اور لګېدنې تر اوسه لږ تر لږه ۵۸ کسان وژلي دي.

د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې په یوې لوړې ودانۍ کې اور لګېدنې تر اوسه لږ تر لږه ۵۸ کسان وژلي دي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د جنوبي افریقا تر ټولو لوی ښار "جوهانسبرګ" کې د بیړني مدیریت خدماتو اعلان کړی چې د جوهانسبرګ ښار په څو پوړیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۸ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.

د جوهانسبرګ د بیړنیو حالاتو د ادارې ویاند رابرټ مولادزي ویلي، چې نن سهار (پنجشنبه) د جوهانسبرګ په سوداګریزه سیمه کې په یوه ودانۍ کې سخته اورلګېدنه رامنځ ته شوې او ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي او د ځینو ټپیانو حالات هم نازک ښودل شوی.

 آتکل کیږي چې د اور د پراخیدو له امله د مړو او ټپيانو په شمیر کې زیاتوالی راشي.