اسرائیلو د هیګ په محکمه کښې شرموونکې ماتې وخوړه
د سویلي افریقې د عدلیې وزیر د هیګ په نړیواله محکمه کښې د اسرائیلو له فاینل دفاعیاتو وروسته وویل چې د اسرائیلو رژیم ډیره شرموونکې ماتې وخوړله.
د فارس نړیوال خبري اژانس د رپورټ له مخې، د جنوبي افریقا د عدلیې وزیر د جمعې په ورځ وویل چې اسراییل په غزه کې د نسل وژنې په اړه د سویلي افریقا د شکایت په ردولو کې "په شرمناک ډول" پاتې راغلي دي.
رونالډ لامولا وویل: "موږ ډاډه یو چې موږ د قناعت وړ قضیه وړاندې کړې چې جنائي جزئیات یې زموږ د وکیلانو له خوا تشریح شوي دي او اسراییلو نن ډیره بده ماتې وخوړله."
د سویلي افریقا د عدلیې وزیر زیاته کړه چې د هیواد وکیلانو اوس محکمې ته د قناعت وړ حقایق وړاندې کړي او "قانون زمونږ پلوي دی."
د جنوبي افریقا دغه چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د اسرائیلو استازی د هیګ په نړیواله محکمه کې د جنوبي افریقا د شکایت په دوهمه اوریدنه کې حاضر شو او د جنوبي افریقا د شکایت په ردولو کې یې خپل دلیلونه وړاندې کړل.
په غزه کې د نسل وژنې په اړه د اسراییلو په وړاندې د سویلي افریقا د شکایت لومړۍ غونډه پرون ترسره شوه. دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د تهران پر وخت د غرمې په 12:30 بجې پیل شوه.
د جنوبی افریقا استازی په دغه محکمه کښې ټینګار وکړ چې صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د توکمپالنې سیاستونه اجرا کوی .
د سویلي افریقا استازي وویل: "له 1948 راهیسې، اسراییل په سیستماتیک ډول د فلسطین خلک بې ځایه کړي او لالهانده کړي او په قصدي ډول یې د خپل برخلیک د ټاکلو له نړیوال حق څخه محروم کړي دي... موږ په ځانګړې توګه د اسراییلو د تبعیضي قوانینو او پالیسیو په اړه اندیښمن یوو چې د فلسطین د خلکو د آپارټایډ کولو په تکل کښې دي.
څو اونۍ وړاندې سویلي افریقا په هیګ کښې دې محکمې ته عریضه وړاندې کړه او د غزې په جګړه کې د اسراییلو د نسل وژنې د تورونو د څېړلو غوښتنه یې وکړه.
په دې ۸۴ مخیز شکایت کې سویلي افریقا ویلي چې اسراییلو د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون له احکامو سرغړونه کړې ده.
اسراییل او سویلي افریقا دواړه د دې کنوانسیون لاسلیک کونکي دي ، کوم چې د ملګرو ملتونو د عالي حقوقي واک په توګه د شخړو د حل کولو لپاره د عدالت او انصاف دغې نړیوالې محکمې واک او اختیار ورکوي.
په هیګ کښې د عدالت د نړيوالې محکمې دغې غونډې تر نن ورځې پورې دوام وکړ او په نننۍ غونډه کښې د صهيونېسټ رژيم د استازي دفاع واورېدل شوه.
ټولو اړخونو چې دا تړون یې لاسلیک کړی دی ژمنه کړې چې نسل وژنه به نه کوي او د نورو اړخونو لخوا یې د ترسره کولو مخنیوی به کوي. نسل وژنه په دې تړون کې "د یوې ملي، قومیتي، نژادي یا مذهبي ډلې په بشپړه یا نیمګړې توګه د ویجاړولو په په توګه تعریف شوې ده.