Mar 21, 2024 11:59 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دیپلوماتانو په هڅو او په دغه سازمان کې د دولس هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماتانو په حضور کې د نوي کال لومړۍ ورځ د نورز جشن نمانځنه وشوه.

نوروز د ایراني ریښو سره یو لرغونی جشن دی چې په ډیری هېوادونو کې د نوي لمریز کال په پیل سره لمانځل کیږي.

پرون چهارشنبه د ۱۴۰۳ هجري قمري کال د نوي کال لومړۍ او د نوروز اختر ورځ وه.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني، د نورو نمانځوونکو ۱۱ هېوادونو سفیرانو او استازو او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر او د یونسکو استازي ډینس فرانسیس د لنډې وینا په ترڅ کې په دغه مراسمو کې ګډون وکړ.

نوموړي د وینا پر مهال د ۱۴۰۳م کال د نو روز جشن د مبارکۍ ترڅنګ د ملتونو او دولتونو ترمنځ د سولې او پیوستون پر پراختیا ټینګار وکړ.

د روان کال د نوروز د نمانځنې مراسم چې د روژې په مبارکه میاشت کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د امیر سعید ایرواني په کوربتوب ترسره شول، د هفت سیني میز د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي له خوا جوړ او هر یو هیواد د دغه میز په بډاینې کې د خپل کلتور یو سمبول اضافه کړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د ۱۴۰۳م کال د نورو د را رسیدو په مناسبت پخپل ویډیویي پیغام کې ویلي وو: نوروز د نوي کابل د پیل جشن دی چې د بېلا بېلو نسلونو او ملتونو میلیونونه خلک سره راټولوي.

ګوټریس زیاته کړه چې دا جشن د ملګرو ملتونو اهداف او ارزښتونه، بشري حقونه او انساني کرامت پیاوړې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۱۰م کال فبرورۍ په ۲۳مه د ایران د اسلامي جمهوریت او یو شمېر نورو هېوادونو په وړاندیز د مارچ ۲۱مه هر کال د نوروز د نړیوالې ورځې په توګه ثبت او ونوموله.

د نورو جشن د ایران په ګډون ۱۲ هېوادونو جمهوری آذربایجان، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ترکیه، عراق، قرقیزستان، قزاقستان او هند کې نمانځل کیږي.

 

ټیګونه