ترهګرۍ د سیمې ګډ چیلنج او په مقابل کښې یې د هوښیارۍ ضرورت:-
له اوو ورځو په کمې مودې کښې د افغانستان په قندهار ولایت او د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې دوو مرګونو بم چاودنو او ویرونکو حملو دنیا ولړزوله.
د نړۍ اکثرو هیوادونو دغه ترهګرۍ حملې په کلکه غندلي دي.
د پام وړ خبره دا چې داعش ټروریسټي ډلې د دغو خونړیو حملو مسوولیتونه پرغاړه اخیستي دي.
داسې ډله چې د هغې د فعالیت د ختمیدا ګونګوسې مطرح وې.
له دې کبله دغه پوښتنه مطرح ده چې د قندهار او د ماسکو په دغو خونړیو حملو کښې د داعش ترهګرې ډلې د نوم غټیدل څه معنا لرلی شي؟.
داسې ښکاري د داعش ډلې جوړونکي هیوادونه څو هدفونه تعقیبوي لومړی دا چې د یوه برینډ(BRAND) په توګه د داعش ډلې نوم هماغه راز وساتي.
داسې برینډ چې د خونړیو حملو او د ملکي وګړو د وژلې یادونه کوي.
دوهمه دا چې د سیمې هیوادونه ته یادونه کوي چې دوې اوس هم د داعش په نوم له یوې قدرتمنې ډلې سره مخامخ دي چې د دغه ډلې د جوړونکو هیوادونو له استخباراتي توان څخه په استفادې سره هیوادونو ته سخت ګوزارونه ورکولای شي.
د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند «باقر اسماعیلي» په دې هکله وايي داسې ښکاري د یوې ویرونکي او ترهګرې ډلې په توګه د داعش ډلې نوم بیا مطرح کول د دغه ډلې د جوړونکو او د ملاتړو هیوادونو لخوا یو حساب شوی حرکت دی او د دې ښودنه کوي چې د ترهګرو روزونکي هیوادونه هماغه راز ګروهنه لري په تر ټولو لوړه سویه خپلو مرګونو لوبو ته دوام ورکړي.
په داسې حال کښې چې د امریکا حکومت هماغه راز د بشري حقوقو په شمول په بیلابیلو نومونو سره له طالبانو سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړي ادارې سیګار مفتش «جان ساپکو »په نویو څرګندونو کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې یوې ترهګرې ډلې(طالبانو) ته د امریکا مرستې ورسیږي.
هغه د طالبانو په ترهګر بللو سره وویل ملګروملتونو په افغانستان باندې د طالبانو ډلې له بیا سلطې وروسته له افغانستان سره دوه اعشاریه نهه میلیارډه ډالره مرستې کړي دي.
جان ساپکو وویل هغه نغد ډالر چې د ملګروملتونو له لارې افغانستان ته ورځي یوې ترهګرې ډلې یعني طالبانو ته ورسیږي.
ځکه چې طالبانو ډله له هغو ډالرو چې د امریکا د مرستو په توګه د افغانستان مرکزي بانک ته ورکول کیږي ګټه پورته کوي.
د هغو ډالرو د خرچ کولو د څرنګوالي په هکله چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ګڼل کیږي د جان ساپکو راپور ته د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د استازیو او د خارجه وزیر انتوني بلینکن د غبرګون له ډول ډول والي څخه په دغه حقیقت پوهیدلای شو چې د امریکا حکومت نه یوازې د دغو ډالرو د خرچ کولو له څرنګوالي خبر دی بلکې په حساب شوي ډول هره میاشت څو میلیونه ډالر د ملګروملتونو له لارې د افغانستان مرکزي بانک ته ورکوي او طبیعي ده چې د بانک په چارو باندې د طالبانو کنټرول ته په پام سره دغه ډالر د طالبانو له اجازې پرته نشي خرچ کیدلای او په همدې دلیل د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر «مایکل میک کال »ویلي دي دغه حالت د منلو وړ نه دی او د امریکا حکومت له بشردوستانه مرستو څخه د افغانسان د طالبانو د ګټه د پورته کولو د مخنیوي لپاره باید ډیره هڅه وکړي.
په هرحال د سیاسي څارونکو له نظره دغه اندیښنه چې امریکا به له افغانستان څخه په وتلو سره دغه هیواد(افغانستان) د ترهګرو ډلو د ودې او د چین تر سرحدونو پورې د روسیې او د مرکزي اسیا په شمول د سیمې هیوادونو ته د ټروریسټانو د ټرانزیټ لپاره په یوه ځاې بدل کړي د تحقق په حال کښې ده.
په حقیقت کښې داسې ښکاري ترهګرې ډلې په تیره بیا داعش ډله به د ټروریسټ پالونکو عواملو د عملیاتي مټ او لاس په توګه د سیمې د امنیت د ګډوډولو اقدام وکړي.
داسې موضوع چې له مخکې څخه زیات له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو هوښیارتیا غواړي او دغه هیوادونه باید په ډله ئیزې ملګرتیا سره په سیمه کښې د ترهګرۍ د پراختیا په وړاندې یو پیاوړی خنډ رامینځته کړي.