Mar 25, 2024 13:37 Asia/Kabul
  • په رفح سیمې د اسرائیلو برید به غمیزه رامینځته کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په غزې تړانګه کښې د اوربند په ټینګیدا باندې د ټینګار په ترڅ کښې د غزې په جنوب کښې په رفح سیمې باندې د هر ډول ځمکنۍ حملې په هکله خبرداری ورکړ.

هغه وویل په نږدې ختیځ کښې د فلسطین د کډوالو لپاره د مرستې او د کار د پیدا کولو موسسې انروا(UNRAWA) د فلسطین کډوالو ته د خدمت لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي او په خپلو ټولو اقداماتو کښې یې د ملګروملتونو په منشور او اصولو عمل کړی دی او مونږ باید د دغو خدمتونو د ساتنې او د هغوې د دوام لپاره حرکت وکړو.

ګوټریش وویل مونږ د خپلو   یوسل یو اویا کارکونکو چې په غزې کښې شهیدان شوي دي درنښت کوو او دا د ملګروملتونو په تاریخ کښې تر ټولو زیات شمیر دی چې کارکونکي یې وژل کیږي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د ځینو هیوادونو لخوا د انروا د مالي ملاتړ د بندیدا په هکله خواشینی یم او مونږ د انروا موسسې ملاتړ کولو او د هغې د فعالیت زیاتولو ته پاې بنده یوو.

هغه یوځل بیا وویل چې د غزې په رفح سیمې باندې د اسرائیلو هر ډول ځمکنۍ حمله به د انساني غمیزې سبب شي.

له بلې خوا په انسان دوستانه چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس غزې تړانګې ته د فلسطین د کډوالو لپاره د مرستې د رسونې او د کار د پیدا کولو موسسې انروا د بشردوستانه مرستو په ورتلو باندې د بندیز د لګولو په خاطر د صهیونیسټ رژیم په چارواکو نیوکه وکړه او په تل اویو یې غږ وکړ چې غزې تړانګې ته د مرستو د ورتلو لپاره ټول خنډونه ختم کړي.

هغه په دوام کښې خبرداری ورکړ د اسرائیلو لخوا غزې ته د مرستو د ورتلو مخنیوی به زرګونو کسان له قحطۍ سره مخامخ کړي دي.

 

ټیګونه