د اسټرالیا خلکو د اسرائیلو په کشتۍ باندې اعتراض وکړ
Mar 25, 2024 14:09 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا ګڼ شمیر خلکو د فلسطین د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو سره د سیډني ښار په «بوټاني» بندر کښې د صهیونیسټ رژيم د یوې کشتۍ په لنګر اچولو او د بار په کوزولو باندې اعتراض وکړ.
د اسټرالیا د بیلابیلو ښارونو ډیرې خلکو د فلسطین د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو او د بنرونو او د پلې کارډونو په لیږدولو سره چې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژيم د عسکرو د وحشیانه جنایتونو د غندلو لپاره ورباندې شعرونه لیکل شوي وو په دغو مظاهرو کښې ګډون وکړ او په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګیدا غوښتنه یې وکړه.
مظاهره چیانو د اسټرالیا د حکومت په اقدام چې د صهیونیسټ رژيم د یوې کشتۍ کوربه و اعتراض وکړ.
په دغو مظاهرو کښې نولس ګډون کونکي د اسټرالیا د عسکرو لخوا ونیول شول.