Mar 26, 2024 13:29 Asia/Kabul
  • په غزې کښې د اوربند د پریکړه لیک له تصویبیدا نړیوال هرکلی :-

د ملګروملتونو امنیت شورا په تیرې دوشنبې ورځ بالاخره د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم څخه د امریکا له هراړخیزه ملاتړونو او میاشتو میاشتو کشمکشونو وروسته د فلسطین په غزې تړانګه کښې د سمدستي او د پایداره اوربند پریکړه لیک تصویب کړ.

فلسطینیانو او نړیوالې ټولنې د دغه پریکړه لیک هرکلی وکړ.

له امریکا پرته د ملګروملتونو د امنیت شورا له پینځلسو غړیو څخه څوارلسو غړیو  په تیرې دوشنبې ورځ د امنیت شورا د غیر دائمي غړیو لخوا  وړاندې شوي پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې.

امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کښې هیله څرګنده کړي ده چې د ټولو لورو لخوا په روژې مبارکې میاشت کښې د سمدستي اوربند رعایتول به د پایداره اوربند سبب شي.

دغه پریکړه لیک د ټولو بندیانو سمدستي او له قید او شرط پرته د خوشي کولو او د غزې تړانګې خلکو ته د بشر دوستانه مرستو او د طبي ضرورتونو د پوره کولو لپاره بشر دوستانه مرستو ته د لاسرسي د تضمین غوښتنه کړي ده.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د دغه پریکړه لیک له تصویبیدا وروسته په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې د دغه پریکړه لیک په سمدستي اجرا ټینګار وکړ او ویې ویل د دغه پریکړه لیک نه اجرا کول د منلو وړ نه دي.

د فلسطین کورواکه تشکیلاتو او حماس غورځنګ هم په جلا جلا بیانیو کښې په غزې تړانګه کښې د سمدستي اوربند په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د تصویبیدا په هرکلي سره د فلسطینیانو پرضد د نژادي پاکونې او د فلسطینیانو د نسل کشۍ د بندولو لپاره په صهیونیسټ رژیم باندې د ملګروملتونو د دباو د راوستلو غوښتنه وکړه.

دغه پریکړه لیک دغه راز پراخ نړیوال انعکاسونه لرل، په دې توګه چې د اروپايي شورا مشر «شارل میشل» ، د اروپايي کمیسیون مشرې «اورسلافون ډر لاین» او د روسیې ، د چین د پاکستان ، د اسپانیا او د قطر په شان ډیرې هیوادونو د دغه پریکړه لیک د تصویبیدا په هرکلي سره هیله وکړه چې په غزې تړانګه کښې د اوربند پریکړه لیک د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د وحشیانه حملو د بندیدا ، د دائمي اوربند د تضمینیدا او په غزې کښې له  ناوړه انساني حالت سره د مرستې لپاره لومړنی ګام ووسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې بیانیې کښې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله د امنیت شورا اقدام مثبت خو ناکافي ګام وباله او ویې ویل د دغه پریکړه لیک له تصویبیدا څخه لا مهم ګام د دغه پریکړه لیک د اجرا لپاره اغیز شیندونکی اقدام او د اردن سین د لویدیځې غاړي او د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم د حملو په کامل او پایداره ډول بندول او د غزې تړانګه د ظالمانه کلابندۍ په بشپړه ډول ختمول دي.

په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د پریکړه لیک له تصویبیدا له نړیوال هرکلي سره سره صهیونیسټ رژيم چې نن سبا ځان د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمې باندې حملې ته چمتو کوي د دغه پریکړه لیک په تصویبیدا باندې خپله غصه پټه نکړه.

په امنیت شورا کښې د صهیونیسټ رژيم استازي د دغه پریکړه لیک له تصویبیدا وروسته وویل  پوځي عملیات او جنګ د اسرائیلو د پوځیانو د بیرته راګرځولو لپاره یوازنۍ حل لاره ده.

دغه پریکړه لیک له یوسل یو اویا(۱۷۱) ورځو وروسته په داسې  حال کښې تصویب شو چې له دې مخکې دوه ځله د امریکا په ویټو کولو سره ناکامه شوی و  چې صهیونیسټ رژیم د  خپل زړه ملاتړي یعني د امریکا په مرستې سره وکولای شي په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو د نسل کشۍ عملیاتو ته دوام ورکړي.

اسرائیلو تراوسه په غزې کښې دوه دیرش زره او درې سوه درې دیرش(۳۲۳۳۳) فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان کړي او څلور اویا زره او شپږ سوه څلور نوي(۷۴۶۹۴) نور یې ژوبل کړي دي.

په دې ډول هیله کیږي پرون په غزې تړانګه کښې د پریکړه لیک په تصویبیدا سره د ملګروملتونو امنیت شورا دا ځل وکولای شي صهیونیسټ رژیم د فلسطین د بې پناه خلکو پرضد د خپلو تیرو شپږو میاشتو د جنایتونو او د امنیت شورا لخوا د تصویب شوي پریکړه لیک پرخلاف د هغه د دوام احتمال ته ځواب ویونکی کړي.

د دغه پریکړه لیک له تصویبیدا له مهم ګام د دغه پریکړه لیک د اجرا لپاره د اغیز شیندونکي ګام ترسره کول ، او د لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ د تیریګر رژیم د حملو په کامل او پایداره ډول بندول او د غزې تړانګې د ظالمانه کلابندۍ په کامل ډول ختمول او د نړیوالو انسان دوستانه مرستو له توپیر پرته او په پراخه سویه د مرستو د استولو لپاره د سرحدي لارو پرانیستل  او د خدماتي مرکزونو او د روغتونو په شمول د حیاتي بیخ بنایانو او د  کورونو په شمول د غزې  تړانګې د ورانیو شویو ودانیو د بیا رغونې په سمدستي ډول د پیلولو لپاره د نړیوالو مالي سرچینو او د مرستو تامینول دي.

د دغه پریکړه لیک تصویبیدل دغه راز د صهیونیسټ رژیم او د هغه د اصلي ملاتړي امریکا لپاره ماټي ګڼل کیږي ځکه چې واشنګټن په تیرو څو میاشتو کښې په بیلابیلو پلمو او په غزې تړانګې په تیره بیا رفح ښار باندې د حملې لپاره د ډیرو جنایتونو د ترسره کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د لاسونو په خلاص پریښودلو سره په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د وړاندې شویو پریکړه لیکونو مسودې ویټو کړي وې.

په حقیقت کښې امریکا په غزې تړانګه کښې د اوربند د پریکړه لیک په ویټو کولو سره په غزې باندې د حملو د دوام لپاره د صهیونیسټ رژيم د لاسونو د خلاص پریښودلو په ترڅ کښې د غزې تړانګې د بیخ بنایانو په کامل ډول د له مینځه وړلو او ورپسې د سیمې د خلکو په زوره د کوچولو د زمینې د برابرولو لپاره هڅه ده چې د اوربند د پریکړه لیک په تصویبیدا سره ناکامه شوي ده.

د امریکا له مخالفتونو سره سره د دغه پریکړه لیک له تصویبیدا د نړیوالې ټولنې پریکړه ملاتړ یوځل بیا ثابته کړه چې د ویټو د ظالمانه حق د ځینو لرونکو هیوادونو د زیات غوښتنې په وړاندې د هیوادونو ټینګار او اصرار به نتیجه ورکړي.

د دغه پریکړه لیک په تصویبیدا سره دغه راز په غزې کښې د جنګ ورپسې پایلې به امریکا او صهیونیسټ رژيم ته متوجې وي او که چیرې له دې وروسته په غزې تړانګه په تیره بیا رفح سرحدي ښار کښې کومه ناوړه پیښه رامینځته شي نو صهیونیسټ رژيم او امریکا به یې نیغ په نیغه مسوول وي.

 

ټیګونه