Mar 28, 2024 13:35 Asia/Kabul
  • سویډن د اسراییلو په ملاتړ د فلسطین ملاتړي محاکمه کوي

پارس ټوډی – د سویډن چارواکو یو شمیر کسان د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اعتراض کې محاکمه کړل.

همدا شان د د تېرې فبرورۍ په ۱۴ مه د سویډن په پارلمان کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطین ملاتړو د ستاکهولم د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د اجنډا د معرفي کولو په موخه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر  "توبیاس بلستروم" وینا ودروله.

دوی په شعارونو کې د فلسطین ملاتړ وکړ او پر غزې د صهیونیسټ رژیم حملې په ښکاره ډول نسل وژنه وبلله.

د اناتولي خبری آژانس د راپور له مخې؛ بیلسټروم د دغې وینا په ترڅ کې د حماس په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د «خپل ځان د دفاع» د ادعا شوی حق په نامه د هغې څخه ملاتړ وکړ.

په عین حال کې د فلسطیني ملاتړو اعتراض کوونکو څخه یې یو د هغه وینا ودروله او فریاد یې وکړ چې اسرائیل نسل وژنه کوي او تاسو څنګه د دوی ملاتړ کولی شئ؟

په دې غونډه کې له ګډوډۍ وروسته مظاهره چیانو شعارونو ته دوام ورکړ او ویې ویل: هر څوک ویني او اوري چې په غزه کې ماشومان څنګه وژل کیږي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو یاد لاریون کوونکې له سیمې څخه وشړل او دوی د عدالت د ادارې په تخریبولو او ګډوډولو تورن کړل چې یو یې لا هم د پولیسو په بند خونه کې دی.

سویډن څو کاله وړاندې ځان د یو اروپايي هېواد په توګه د فلسطین د ملاتړې په توګه را څرګند شو چې حتی په ۲۰۱۴ کال کې د اروپايي ټولنې لومړنی غړی شو چې د فلسطین دولت یې په رسمیت وپیژاند.

خو له دغه کړنې یوه لسیزه وروسته سویډن د امریکا د متحدو ایالتونو د اوسني حکومت په جوړولو سره د صهیونیسټ رژیم په سخت ملاتړی بدل شوی دی.

د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم د محاصرې او د هوایي، سمندري او ځمکنیو عملیاتو له زیاتیدو وروسته تر اوسه څه دپاسه ۳۲ زره فلسطینیان شهیدان شوي دي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دی.

دغه راز په دغه وحشي بریدونو کې تر ۷۵۰۰۰ زیات فلسطینیان هم ټپیان شوي دي.

 

ټیګونه