د امریکا صهیونیسټان د اسرائیلو د مخالفو سیاستوالانو د څنګ ته کولو هڅه کوي
(last modified Thu, 15 Aug 2024 10:45:07 GMT )
Aug 15, 2024 15:15 Asia/Kabul
  • د امریکا صهیونیسټان د اسرائیلو د مخالفو سیاستوالانو د څنګ ته کولو هڅه کوي

پارس ټوډې- د صهیونیسټ رژيم لابیانې هڅه کوي د ډیرو بودجو په لګولو سره د امریکا په انتخاباتو کښې د فلسطین د ملاتړو شخصیتونو د بریالي کیدا خنډ شي.

د امریکا پیښې د دې ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې د صهیونیسټ رژیم د ملاتړو شتمنو کسانو یوه ډله په تیرو څو ورځو کښې د سلګونو زرو ډالرو په راټولولو بوخته وه چې د فلسطین د ملاتړي سیاستوالې میرمن« ایلهان عمر» د فعالیت لپاره د کمپاین لاره بنده کړي.

پارس ټوډې سایټ د ایسنا خبري اژانس په قول راپور راکړی میرمن «ایلهان عمر» چې کوشش کوي د ګوند دننه په انتخاباتو کښې په بریالي کیدا سره په خپلې انتخابیه حوزې کښې د ډیموکراټ ګوند د استازي په توګه معرفي شي تر نن ورځې پورې توانیدلي ده  په دې حوزه کښې د خپل ډیموکراټ سیال ډون ساموئلز» درې برابره بودجه راغونډه کړي.

د امریکا او د اسرائیلو د عمومي اړیکو  کمیټۍ چې په ایپک مشهوره ده په امریکا کښې یوه تر ټولو ستره ، قدرتمنه لابۍ ده او  څه د پاسه یولک غړیو په لرلو سره هر کال د صهیونیسټي غوښتنو د پرمخ بیولو او د امریکا په سیاستونو باندې د نفوذ لپاره ډير ډالر په پانګونې باندې لګوي.

ایپک څه موده مخکې د سترې بودجې په لګولو سره وتوانید د ډیموکراټ ګوند یو کاندید« کوری بوش» چې د دغه لابۍ کونکي ارګان خوښ نه و د انتخاباتو له سیالیو څخه وباسي.

که څه هم میرمن ایلهان عمر د روان کال د انتخاباتو په مقدماتي پړاو کښې د ایپک لخوا اوڅاره چیلنج ونه لیده خو «اینټرسیپټ» نشریې په یوه راپور کښې په اینټرنیټ کښې د یوې ډلې د  کشفیدا خبر ورکړی دی چې نوم یې صهیونیسټان د دون ساموئلز لپاره او د ایلهان عمر پرضد نومیږي.

د دغه ډلې غړي د بودجې په راغونډولو بوخت دي چې د ایلهان عمر پرځاې د ډیموکراټ ګوند بل   کاندید ډون ساموئلز  په نوامبر میاشت کښې د ولسي جرګې کانګرش انتخاباتو ته لاره ومومي.

اینټرسیپټ راپور ورکړ د دغه ډلې په یوه پیغام کښې ویل شوي دي چې په څلرویشت ساعتونو کښې د ایلهان عمر پرضد د مبارزې لپاره کابو یولک ډالره بودجه راغونډه شوي ده.

د امریکا په انتخاباتو کښې د مالي ملاتړ سازوکار:-

د امریکا په انتخاباتو کښې مالي مرستې هغه څه ته چې عادي خلک او ولسي ارګانونه یې نیغ په نیغه د انتخاباتو له تبلیغاتي کمیټیو سره مرسته کوي نه محدودیږي بلکې د امریکا یو ښاریز کولای شي په غیر مستقیم ډول او د انتخاباتو د یوه کاندید د تبلیغاتو له کمیټۍ سره له هر ډول ارتباط پرته د نوموړي کاندید په ګټه یا د هغه د سیالانو پرضد یوشمیر پیسې خرڅ کړي.

د امریکا ښاریز، موسسې او لابیانې دغه کار د سیاسي اقدام د کمیټۍ» یا د «پک» په نوم سره  د خصوصي موسسو له لارې ترسره کوي.

حاضردمه دغه کمیټیانې دوه ډوله دي د کاندیدانو له کمیټۍ سره اړونده کمیټیانې چې په محدود ډول د تبلیغاتو د کمیټۍ لپاره پیسې راټولوي او د کاندیدانو د کمیټیو خپلواکه کمیټانې په نامحدود ډول مرستې راغونډوي.

دوهمه ډله په« سوپر پک»مشهوره ده او د لومړی ډلې په اپوټه اجازه نلري هغه پیسې چې راغونډې کړي یې دي تبلیغاتي کمیټیو ته ورکړي او هغه باید په خپلواکه توګه خرڅ کړي.

که څه هم سوپر پک ډله د مالي ملاتړو د ترلاسه کولو لپاره هیڅ محدودیت نلري.

د انتخاباتو کاندیدان کولای شي د ډیرو پیسو په لګولو سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب  لپاره خپل چانس ډیر زیات کړي.

داسې مسله چې د امریکا ډیرو خلکو ورباندې اعتراض کړی دی او هغه یې د فساد سرچینه بللي ده.

میډل ایسټ ايي سایټ راپور ورکړی صهیونیسټي لابۍ د امریکا د روان کال په انتخاباتو کښې د مینځ لارو ډیموکراټانو د انتخاب لپاره ډير ډالر لګولي دي چې د میرمن ایلهان په شان د ترقي غواړي استازیو واک ته د رسیدا مخه ونیسي داسې استازي چې په ښکاره یې د صهیونیسټ رژیم په اقداماتو نیوکه کړي ده او له فلسطین څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

که څه هم د امریکا په انتخاباتو کښې د صهیونیسټ لابۍ فعالیت له پخوا راهسې دود دی خو د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ په پیلیدا سره صهیونیسټ لابۍ په امریکا کښې د فلسطین له ملاتړو شخصیتونو سره د مقابلې لپاره خپلې هڅې ډيرې زیاتې کړي دي.

په ایلهان عمر باندې د صهیونیسټ رژيم د پلوي ډلو حملې او نیوکې هم روانې دي.

هغه په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې د امریکا د ولسي  جرګې کانګرس په انتخاباتو کښې د بریالي کیدا له وخت راهسې د صهیونیسټ د ملاتړو کسانو د حملو په اصلي هدف بدله شوي ده.

 

ټیګونه