په نیواکی فلسطین کې دامریکادسفارت احتمالی بل ځای ته منتقلیدل به د مینځنی ختیځّ شخړه نوره هم پیچلی کړی
زمونږخبریال راپورراکړ د چین مرستیال خارجه وزیر ژانګ مینګ بیګا په پاریس کې دمینځنی ختیځ دسولې د نړیوال کنفرانس به څنډې کې له تل ابیبه بیت المقدس ته دامریکا دسفارت دمنتقلولو په باب دامریکا دټاکل شوی نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفیصلې پهباب دیوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ د مینځنی ختیځ دسولې په بهیر کې لاس لرونکی لوری باید پخپلو اقداماتو اوڅرګندونو سره دغه دوسیه نوره پیچلی نه کړی ، ځکه دبیت المقدس موضوع له ډیر زیات اهمیّت او حساسیته برخمنه ده .
ډونالډ ټرمپ پخپل تیلیغاتی کمپاین کې هم ټینګار کړی ؤ ، که سپینې ماڼۍ ته لاره ومومی ، نو دامریکا حکومت به داسرائیلو دپلازمینې په توګه بیت المقدس په رسمیّټ وپیژنی او خپل سفارت په له تل ابیبه بیت المقدس ته منتقل کړی .
دچین مرستیال خارجه وزیر هیله کړې ، نړیواله ټولنه دمینځنی ختیځ دشخړې دحل لپاره یو مسئولانه ،عادلانه او عینی کړچار غوره کړی څو فلسطنیان اودصهونیسټ توکمپال رژیم دسولې په لارې حرکت وکړئ شی .
هغه زیاته کړې ،بیجینګ له دیر موخت راهسې دفلسطین دملت له په حقه آئیډیا دفاع کوی اوهیله مند دی دمینځنی ختیځ دسولې په بهیر کې مثبت رول ولوبول شی .