اروپا په ډیر احترام سره په ایران کی انتخابات تعقیبوی
دجامعی ایټمی موافقې پشمول درستونړیوالوژمنوته داسلامی ایران پابندی غوره خبره ده او جامعې ایټمی موافقې ته پابندی د دواړ اړخیزو اړیکو دپراختیا لامل کیږی
زمونږخبریال راپورراکړ داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی بیګا په بروکسل کې داروپائی شورا له مشر سره په خبری غونډې کې له ایران سره د اروپائی اتحادئې ملګرتیا ښه وبلله او وې ویل ، داروپائی اتحادئې له خوا له ایران سره په بیلابیلو حوزو کې دپانګونې او دملګرتیا دپیلولو لپاره کلکې ژمنتیاوې شوی دی .
داروپائی اتحادئې دغه لوړپوړې چارواکې روښآنه کړې ، شپږو یا اوو اروپائی کمیشنرانو له ایرانیو چارواکو سره د کلتوری ،انرژۍ ، او انسانی حوزو په زمینو کې او دغه راز دملګرتیاؤ په نورو حوزو کې دملګرتیاؤ دپراخولو او مضبوطولو په باب خبرې اترې کړی او په نورو زمینو کې دخبرواترو لپاره لاره پرانیستې ده .
میرمن موګرینی همداراز دایران دولسمشرۍ دانتخاباتو له ترسره کیدا څو ساعته مخکې وویل ، دایران اسلامی جمهوریت په سیمې او آسیا کې یو مهم لوبغاړی او غوره رول لوبونکی هیواد دی او اروپا په ډیر احترام سره په ایران کی انتخابات تعقیبوی او دغوره نتیجی هیله ئې لری.