طوفان په چین کښې هم زرګونه خلک کډه په سر کړل
Sep 05, 2017 12:46 Asia/Kabul
د چین په سویلي سیمو کښې زرګونه خلک د طوفان او سیلاب له امله بې کوره شول.
د ایرنا د خبر له مخې (ماور) نومې ویرونکی طوفان له پرون څخه د چین په سویلي ولایتونو کښې پیل شوی او زرګونه کورونه یې وران کړي دي.
د دې پیښو له امله د چین په سویلي سیمو کښې کابو یو لاک کسانو خپل کورونه پریښي او خوندي سیمو ته منتقل شوي دي.
دې طوفان ترټولو زیات ګوانګ دونګ سیمه زیانمنه کړې او له هلته نه ۷۰ زره کسان خوندي او امنو سیمو ته تللي دي.