د امام حسېن (ع) اخلاقی، عبادی او اجتماعی ځانګړتیاوې
د تاریخ په پاڼو کښې زیات پاڅونونه او غورځنګونه لیدل کیږی. خو یوازې یو پاڅون دے چې له پېړیو پېړیو وروسته د خپل وړومبی کال په شان د ټولو پام ځان ته راګرځوی او هغه پاڅون د امام حسین (ع) پاڅون دے.
هغه پاڅون چې اسلام ته یې دوباره ژوند ورکړ. ته به وائې د پېغمبراکرم (ص) مشهوره وېنا د دې حقیقت بیانونکې وه چې وې فرمایل: «حسېن له ما دے او زۀ له حسېن یم» یعنې نه یوازې حسېن (ع) زما فرزند دے بلکه زما د دین او آئین بقاء هم له هغۀ څخه ده او اسلام د هغۀ او د هغۀ د ملګرو د قربانۍ او سرښیدنې په وجه باقی پاتې شو.
په دې مطلب کښې د امام حسین (ع) د لوړ مقام یوه ګوښه بیانوو چې د هغه د پاڅون په تل پاتې کېدو پوه شوو.
د امام حسین (ع) یوه ځانګړتیا د ارادې قوت او د عزم او فېصلې کلکوالې ؤ. عزم د کار د شروع کولو مبداء ده او اراده د انسان د کمالاتو ترمېنځ یو لوړ مقام لری. د ارادې یوه مرتبه دا ده چې انسان د هیڅ ډول اجتماعی دباو تر تاثیر لاندې رانه شی او د نورو غلطې مطلب اخېستنې پرې هم تاثیر ونکړی او هغه سمه لاره چې یې غوره کړې وی په پرېکنده توګه پرې تر آخره تګ وکړی. دغه دواړه ذکر شوی صفتونه چې انسانی کرامت او کمال پکې خپل لوړ مقام ته رسیږی په ډېر ښکلی او ډېر بشپړه شکل د کربلا په واقعه کښې څرګند شول. کله چې امام حسین (ع) له مدینې منورې څخه په سفر روان شو نو ځینې کسان ورته راغلل او د زړۀ سواندۍ او مینې له مخې یې امام عالیمقام ته وړاندیز وکړ چې د یوې مودې لپاره یمن یا بلې سیمې ته لاړ شی چې د ټولنې سیاسی حالات لږ بدل شی. امام هغوی ته په کلکې او ټینګې ارادې او عزم سره ځواب ورکړ: « په خداے مې دې قسم وی که په دنیا کښې زما لپاره هیڅ پناه ځاے وجود و نه لری نو بیا به هم له یزیدی نظام سره سازباز ونکړم. زۀ همدا اوس د مکې په لور روانیږم.»
امام حسین (ع) نه یوازې په ګفتار کښې بلکه په کردار او عمل کښې هم د عزتمندۍ یو ترټولو غوره نمونه دے. عزت هم د انفرادی خصلت په توګه او هم د اجتماعی روحیې په توګه د ماتې نه خوړلو، د نفس د ټینګتیا، د انسانی روح د کرامت او د شخصیت د ساتنې په معنا دے. هغه کسان چې عزت لری ذلالت ته غاړه نه ایږدی، بد او سپک کارونه نه کوی، او د خپل کرامت او خپلې کورنۍ د حفاظت لپاره حاضر دی چې سرونه قربان کړی. ظلم منل، د باطل سلطه زغمل، د تیری په وړاندې خاموشی اختیارول، پستو کسانو ته تسلمیدل ، ذلیلو او پرېوتو کسانو ته غاړه اېښودل او له کافرانو او فاجرانو څخه اطاعت ټول د نفس له ذلت او د روح له ذلالت او حقارت څخه سرچینه اخلی.
بنی امیه واکمنانو غوښتل چې له ځان سره د بیعت ذلت په امام عالیمقام وتپی او که په زور هم وی چې هغه د یزید فرمان ته غاړې اېښودو ته مجبور کړی او دا یوه نه کېدونکې چاره وه او امام حسېن (ع) د خپل شهادت او د خپلې کورنۍد اسارت په بیه هغوی ته تسلیم نه شو. کله چې د مدینې منورې والی له یزید سره د بیعت په اړه امام حسېن (ع) ته خبره وکړه نو هغه حضرت د دغه بیعت نفی وکړه او د یزید د بدیو او ککړتیاو په بیانولو سره یې وفرمایل: « زما په شان کس د یزید په شان کس بیعت نه شی کولې.»
د عاشورې په سحر هم د جنګ په شروع کښې یې په خپله وېنا کښې وفرمایل: « په خدا ے قسم هغه څه ( تسلمیدل) چې له ما نه یې غواړی قبول به یې نه کړم، ان چې په خپلو وېنو کښې لیت پېت له خدا ے سره ملاقات وکړم.» په کربلا کښې یې د کوفې لښکر ته په یوه بله ولوله ناکه وېنا کښې د تسلمېدو او بیعت کولو په اړه د ابن زیاد د غوښتنې په ردولو کښې وفرمایل: « ابن زیاد زۀ د قتلولو او ذلت قبلولو ترمېنځ اختیارمن ګرځولې یم، دا ډېره لرې خبره ده چې زۀ ذلت قبول کړم.دا چاره خدا ے او رسول (ص) او د هغه د عترت او اهلبېتو پاکلمنی، غیرتمن او باعزت کسان نه قبلوی. د عزت په شهادت باندې به له ذلیلو او پستو کسانو څخه اطاعت ته هیڅکله ترجیح ورنکړم.» په یو بل مورد کښې یې د حُر له لښکر سره له مخامخېدنې وروسته په شعر کښې د نورو تردباو لاندې ژوند له ذلته ډک وبلۀ او بیا یې وفرمایل: «زۀ له مرګه نه ویرېږم، مرګ عزت ته د رسېدو تر ټولو اسانه لار ده. د عزت په لاره کښې مرګ، تل عمری ژوند او له ذلته ډک ژوند بې ژونده مرګ د ے آیا ما له مرګه ویروې؟ څه باطل ګمان د ے زما همت له دې نه بالاتر د ے چې د مرګ له ویرې ظلم وزغمم. له دې نه زیات نه شئ کولې چې ما ووژنئ. د خدا ے په لار کښې مرګ ته هرکلې وایم خو تاسو زما په قتلولو سره زما شان، عزت او شرف نه شئ ختمولې. له مرګه څه ویره؟» همدغه عزتمنه روحیه یې په بچو، وروڼو او ملګرو کښې هم وه. د عباس بن علی (ع) او وروڼو لخوا د ابن زیاد د امن لیک ردول یې یوه نمونه وه. که د هغه امان لیک یې منلې وې نو کېدې شول چې د سر امان یې موندلې وې خو د امام د پرېښودو د ذلت او د عبېدا... بن زیاد د امان لیک احسان به یې له ځان سره لرۀ.د هغوی د عزت نمونه د امان نه قبلول وو، هغه هم په ډېر سخت او واضحه توګه: «شمره مړ شې! د خدا ے لعنت دې وی په تا او ستا په امان. ا ے د خداے دښمنه! وائې چې سرکشۍ او ظلم ته غاړه کېږدم او د خپل ورور حسین (ع) له ملګرتیا لاس واخلم؟»
د امام حسین (ع) عاجزی او انکساری د هغه حضرت له مثالی فضائلو څخه ده. په روایت کښې راغلی دی چې یوه ورځ امام حسین (ع) د بې وزلو کسانو له یوې ډلې سره تېرېدۀ چې یې ډېر معمولی دسترخوان غوړولې ؤ او د ډوډۍ ټوټې چې پرې پرتې وې خوړلې. چې کله یې امام حسین (ع) ولیدۀ نو یې په دسترخوان ناستی او ملګرتیا کولو ته راوبلۀ. امام عالیقام له څه تکلفه بغېرد هغوی تر څنګه کښېناست او ورسره یې ډډۍ خوړل شروع کړل. لږ ساعت پس امام هغوی ته وفرمایل: « آیا تاسو هم زما بلنه قبلوئ؟» هغوی وویل: هو د خداے د ګران رسول (ص) فرزنده! نو پاڅېدل او له امام سره یوځاے د هغه حضرت کور ته لاړل. امام حسین (ع) هم له هم هغه څه سره چې په کور کښې یې لرل په ښه توګه د هغوی مېلمستیا وکړه.
د انسان یو اخلاقی ارزښت صبر دے. امام حسین (ع) د صبر لپاره یوه بشپړه او کامله نمونه دے چې صبر یې په ژوند او خپل چلند کښې په ټولو قسمونو او اړخونو سره بشریت ته وښود. امام عالیمقام د عاشورې په ورځ کله چې پرې فوځی دباو، تنده او نور مشکلات رامات شول، په روڼ تندی او ارامښت سره یې خپلو ملګرو ته په خطاب کښې وفرمایل: صبرا بنی الکرام فماالموت الا قنطرة عن البؤس والضراء الی الجنان الواسعة والنعیم الدائمة :
«اے د کرامت او شرف فرزندانو صبر اختیار کړئ، مرګ له یو پل نه زیات څه نه دی مونږ له مشکلاتو او سختیو څخه د پراخه جنت او تل پاتې نعمتونو په لور تېروی.»
هر څومره چې وخت تیریدۀ په امام باندې به زیات مصیبتونه راتلل، خو امام عالیمقام به له مخکې نه لا زیات صبور ښکارېدۀ. د دښمن یو فوځی وائی: « حسین مې د عاشورې او جنګ په ډېرو سختو شېبو کښې ولیدۀ. په خداے مې دې قسم وی هیڅکله مې څوک داسې سړے ونه لیدۀ چې اولاد، خاندان او ملګری یې قتل عام شوی وی او په عېن حال کښې دحسین (ع) په شان زیات زړۀ ور، زیات ټینګ او مضبوط زړۀ لرونکې وی»
البته د کربلا په مېدان کښې د حاضرو کسانو د وېنا له مخې د صبر تر ټولو لوړه مرحله هغه شېبه وه چې امام په زمکه ولوېدۀ او د خپل عمر وروستۍ شېبې یې تېرولې او داسې زمزمه یې کوله: «الهی صبرا علی قضائک لااله سواک یا غیاث المستغیثین ولا معبود غیرک، صبرا علی حکمک:
اے پروردګاره! ستا د قضاء په وړاندې صبر کوم، له تا نه بغېر څوک خداے نشته، اے د پناه راوړونکو پناه، له تا نه بغېر بل معبود نشته، ستا په حکم صبر کوم.»
د امام حسین (ع) له خصوصیتونو او ځانګړتیاو څخه یو بې مثاله مېړانه ده. امام حسین (ع) د عاشورې په ورځ په داسې حال کښې جنګېدۀ چې ټول ملګری او نزدې کسان یې قتل شوی وو. د مصیبت داغ، لوږه او تنده په هر انسان باندې ډګر تنګوی. خو له دې هر څه سره سره امام عالیمقام به په مېړانې سره په دښمن حملې کولې او لکه د اسمانی برېښنا په شان به د دښمن په لښکر باندې نازلېدۀ او هغوی به یې د ونې د پاڼو په شان له ځانه چارچاپېره په خاورو او وینو کښې لوغړول، یو کس چې د عاشورې په ډګر کښې یې شتون لرۀ ویل: « هیڅوک مې د حسین (ع) په شان مېړنې ونه لیدۀ. کله چې به یې حمله کوله نو دښمنان به یې د هغه کمزوری حېوان په شان چې د زمری له مخې تښتی د هغه له مخې تښتېدل.
مصری لیکوال او ادیب عباس محمد عقاد په دې باره کښې لیکی: «د انسانانو ترمېنځ هیڅوک د عاشورې په ورځ د امام حسین (ع) په شان زړۀ ور نه موندل کیږی.»
د امام حسین (ع) یوه بله ځانګړتیا له مناجاتو او عباداتو سره مینه او عشق دے چې د الهی بندګانو یو مهمه نښه ده. امام د عاشورې په شپه هغه وخت چې په پوره محاصره کښې راغلې ؤ او دښمن حملې ته اماده ؤ، ورور یې عباس علمدار (ع) له دوو نورو ملګرو سره دښمن ته ولېږۀ چې جنګ دې یوه ورځ وځنډوی چې هغه شپه په نمونځونو او رازو نیاز کښې تېره کړی. د تقوا، پاکۍ او انسانیت مظهر او د پېغمبراکرم (ص) یوازېنې یادګار امام حسین (ع) له هغو خلقو څخه چې ځانونه یې د هغه حضرت امت او د اسلامی شریعت او قران مجید پېروکار بلل د نمونځ ادا کولو او له خداے پاک سره د رازونیاز لپاره مهلت وغوښت او وې فرمایل: « نن شپه مهلت واخله ، خداے پوهیږی چې زۀ له نمونځ، د قران له تلاوت، رازونیاز او استغفار سره زیاته مینه لرم.» امام حسین (ع) هغه شپه په نمونځونو او رازو نیاز کښې تېره کړه. خو تر ټولو ښکلې او ترټولو کامل نمونځ یې د عاشورې په مازیګر ادا کړ. د خپل ژوند په وروستیو شېبو کښې هغه درې اړخیزه غشې چې په زړۀ مبارک کښې یې ښخ شو د نمانځه نیت وکړ، کله چې په زمکه ولویدۀ تکبیره الاحرام یې ووایۀ. د هغه حضرت قیام هغه شېبه ؤ چې د پښو په سر اودرېد او رکوع یې هغه وخت ؤ چې په لړزا تلۀ او پرېوتۀ، دغه وخت یې خپل لاسونه د قنوت لپاره اوچت کړل او زمزمه یې وکړه: « پاک او لویه خدایه!ستا جبروت او قدرت ډېر ستر دے او عذاب دې سخت دے ته له هرچا بې نیازه یې، زۀ ستا د پېغمبر (ص) له اهلبېتو څخه او ستا د حبیب فرزند یم. دغه قوم له ما سره وجنګېد او له ما سره یې دهوکه وکړه او راسره یې ملګرتیا ونکړه او زۀ یې قتل کړم.» بیا یې سجده وکړه، سجده یې هم په خاوره باندې د مخ مبارک اېښودل وو او تشهد او سلام یې له بدنه د روح وتل او د سر مبارک یې په نېزه خېژول وو. د نمونځ تعقیب یې ځینې ذکرونه او د سورۀ کهف تلاوت ؤ چې له سر مبارک یې هغه وخت چې په نېزه ؤ واورېدل شو........................................................................
د حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غږ سره د سید الشهداء (ع) خاص سلام.
--------