د امام حسین (ع) په ویر کښې ژړا: د زړۀ خشوع او قلبی مینه (د محرم خاص مطلب)
د محرم یا امامانو د میاشتې په رارسېدو سره یو ځل بیا د نړۍ د پتمنو زړونه د امام حسین (ع) لوری ته ګروهنه پېدا کوی سترګې یې د کربلا د پېښې په رایادولو سره ژړغونې کیږی.
هغه پېښه چې دیارلس سوه دوه اویا کلونه یې تیریږی خو اوس هم هر کال د امامانو په میاشت کښې مسلمانان په خپلو کښې سره راغونډیږی او د امام حسین (ع) او د هغه د ملګرو په ویر او ماتم اخته کیږی.
ویر او ماتم هغه مراسم دی چې مصیب ځپلے کس یا کسانو ته د ارامښت او تسلی ورکولو لپاره ترسره کیږی. خو د امام حسین (ع) په ویر کښې ګډون کونکی په حقیقت کښې ځانونه د دغې سترې پېښې غم او مصیبت ځپلی بولی او په دغو مراسم کښې په ګډون کولو سره په عملی توګه یو بل ته تسلی او ډاډینه ورکوی. البته د امام حسین (ع) د ویر د مراسمو جوړېدل په دغو مراسمو کښې ګډون کونکو ته د تسلی ورکولو نه علاوه د عاشورې د سترې حماسې د ژوندۍ ساتلو هم سبب کیږی.
په خاصه توګه دا چې د امام حسین (ع) لپاره ویر او ماتم د مسلمانانو د یو لړ ډېرو ولسی مراسمو په قالب کښې ترسره کیږی او د ښځو، سړیو، بوډاګانو ، ځوانانو او حتی د زلمیو او ماشومانو په شمول ټول په هغو کښې په ګډون سره د حسینی حماسې او زړۀ ورتیا پېغامونه او درسونه د زړۀ له تله حاصلوی.
د امام حسین (ع) ویر او ماتم که څه هم داسې دے چې پکښې ګډون کونکی ژړا او خفګان کوی، خو د دې باوجود په هغوی باندې غوره روحی او معنوی اثرات کوی. په ظاهر کښې یو داسې غم دے چې په څېرو باندې پروت دے خو به باطن کښې د عامه ورځنی ژوند له غم او خفګان سره فرق لرونکے غم دے. دغه غم هغه غم دے چې د حرکت او خوزښت سبب دے. دغه ویر او ماتم د ډېپرېشن او پرېشانۍ عامل نه دے بلکه یو خاص باطنی ارامښت او اطمینان رامنځته کوی. له همدې امله هغه کسان چې د امام حسین (ع) د ویر په مجلسونو کښې یې د شرکت کولو تجربه کړې ده هیڅکله یې له تکرار او دوامدارۍ څخه نه ستړی کیږی او نه بور کیږی او دا هر څه د خداے د ګران رسول (ص) د وېنا تجلی ده، چې وې فرمایل: « إن لِقتلِ الحسین حرارةٌ فی قلوب المؤمنین لاتَبرَد ابداً : یعنې د امام حسین (ع) د شهادت لپاره د مومنانو په زړونو کښې یوه تودوخی ده چې هیڅکله سړه او خاموشه کیږی نه.»
زوږ ،ولوله، مینه او مهربانی د امام حسین (ع) د ویر د مراسمو جوړېدو ترټولو مهمه اډاڼه ده، البته هیڅکله په دغه عاطفی اړخ پورې محدودیت نه لری او په عقل او دینی معرفت کښې هم جرړې لری. په همدې دلیل د ویر او ماتم مجلسونه د امام حسین (ع) له شخصیت او غورځنګ او دینی تعلیماتو سره چې ځان یې ترې قربان کړ د خلقو د آشنا کولو لپاره یوه موقع ده. په دغو مجلسونو کښې پوهه واعظان او خطیبان شرعی، اخلاقی او اعتقادی احکام او مباحث بیانوی او حسینی ویرکونکی له دینی تعلیاتو سره آشنا کوی. نو ځکه د امام حسین (ع) د ویر مراسم د تاریخ په اوږدو کښې د دین د احیاء او د اسلامی تعلیماتو د ترویج لپاره یو ډګر ګرځېدلے دے، هم هغه ډول چې امام عالیمقام په ۶۱ هجری پېړۍ کښې د دین د راژوندی کولو لپاره پاڅون وکړ. حسینی ماتمیان د هغه حضرت او د هغه د وفادارو ملګرو د ویر په مراسمو کښې د هغوی له شخصیت او روحی عظمت سره آشنا کیږی. هغه کامل انسانان چې د صبر، وفا، استقامت، مېړانې او سرښیدنې غوره صفات پکښې څپانده وو او هر یو د نېکو یوه بېلګه او نمونه ؤ.
له بلې خوا خلق د امام حسین (ع) د دښمنانو یعنې یزید او یزیدیانو له کرداره هم خبریږی او د هغوی او د هغوی د بدکردار په اړه ژوره کرکه پېدا کوی. نو په دې بنیاد د امام حسین (ع) ویر په عمل کښې د "تولّی" او "تبرّی" په تحقق سره تمامیږی. تولّی د مینې او خوښولو په معنا ده او تبرّی د بیزارۍ او کرکې په معنا ده، چې دواړه د اسلام د مبین دین له فروعاتوڅخه ګڼل کیږی. هر مسلمان دنده لری چې د حق له خاوندانو سره دوستی وکړی او د باطل له خاوندانو بیزاری اختیار کړی. له همدې امله د امام عالیمقام ویرجن خلق خپل امام او پېشوا ته په خطاب سره اعلان کوی چې: "انّی سِلمٌ لِمن سالَمَکُم و حربٌ لِمن حارَبکم و وَلیٌ لِمن والاکم و عدوٌّ لِمن عاداکم : یعنې زۀ له هغو کسانو سره چې له تاسره روغې او صلحې په حال کښېوی روغه او صلحه کوم او له هغو کسانو سره چې له تاسو سره مخالف او په جنګ وی په جنګ یم او له هغو کسانو سره چې له تاسو سره مینه کوی مینه کوم او له هغو کسانو سره چې له تاسو سره دښمنی کوی دښمن یم.»
خداے پاک په قرآن شریف کښې فرمائی: «اَلَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللّهِ وَ ما نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ ... : یعنې آیا د دې وخت نه دے رارسېدلے چې د مومنانو زړونه د خداے د ذکر او د هغه څه په وړاندې چې د حق لخوا نازل شوی دی نرم شی....» د امام حسین (ع) د مئینانو زړونه هم د امامانو د میاشتې په رارسېدو سره د توحید د ستر پېشوا په یاد کښې نرم او خاشع کیږی او ورباندې ژړا کوی. ځکه چې د امام عالیمقام لپاره دغه اوښکې او ماتم په خداے پاک باندې د ایمان او د هغه په وړاندې د زړۀ د نرمۍ او خشوع نښه ده. هم هغه ډول چې د خداے ګران رسول (ص) فرمائی: «له حسین سره مینه له خداے سره مینه ده او له هغه سره دښمنی له خداے سره دښمنی ده.»
هغه اوښکې چې د امام حسین (ع) لپاره تویږی، هغه اوښکې دی چې په انسانی کمالاتو باندې له اعتقاد او هغو کمالاتو ته د رسېدو لپاره له کوشش څخه رامنځته شوی دی.
په اصولی توګه د کمال او فضیلت د خاوندانو له لاسه د تللو مصیبت تل زیات سنګین وی او اکثر خلق د هغوی لپاره د غم او ویر څرګندونې ته مجبوروی. اوس که داسې انسانان په مظلومانه توګه ووژل شی نو د مصیبت درد یې زیات درون دے. نو د عاشورې د ترټولو ستر پاتې کس امام زېن العابدین (ع) چې کربلا له مصیبته د ډکو واقعاتو او د خپل پلار، وروڼو، ترونو او نورو خپلوانو او انډیولانو د مظلومیت له نزدې څخه کتونکے ؤ ډېرې اوږدې اوږدې ژړاګانې نه یوازې د خپلو عزیزانو په مصیبت کښې د رحمت او رافت له مخې وې بلکه د هغوی په مظلومیت او د داسې انسانانو له لاسه په تللو وې چې د فضل، کمال او پاکۍ په ډېره لوړه درجه کښې وو.
په هغه ویر او اوښکې بیولو کښې چې د امام حسین (ع) لپاره د زړۀ له تله رامنځته کیږی د هغه حضرت او کربلا د نورو شهیدانو مظلومیت د احساساتو او جذباتوپه رابرسېره کېدو کښې یو ډېر مهم عامل دے. دغه مظلومیت تردې حده دے چې زیاتره غېر مسلمان کسان هم په حسینی ویرجنو کښې شامل شوی دی. د هغه بزرګوار مظلومیت او پردیسی چې د هغوی د مصیبت په قالب کښې یې یادونه کیږی د ویرجنو د زړۀ او روح لپاره سوز او د هغوی د سترګو لپاره اوښکې رابرسېره کوی. له امام حسین (ع) او د هغه له ملګرو سره عشق او مینې د ځینو ویرجنو د وجود په ژورو کښې داسې نفوذ کړے وی چې کله کله د هغوی د نوم په اخېستلو سره له سترګو اوښکې راروانیږی.
آن چنان کز برگ گل، عطر و گلاب آید برون
تا که نامت می برم، از دیده آب آید برون
رشته الفت بود در بین ما، کز قعر چاه
کِی بدون رشته، آب بی حساب آید برون؟
تا نسوزد دل، نریزد اشک و خون از دیدهها
آتشی باید که خوناب کباب آید برون
گر نباشد مهر تو، دل را نباشد ارزشی
برگِ بی حاصل شود گل، چون گلاب آید برون.
(شعر از حبیب چایچیان: حسان)
د امام عالیمقام د ویرکونکو د سترګو اوښکې د هغوی د باطنی مهربانۍ او مینې تجلی ده. هغه مینه چې خداے پاک د هغوی په زړونو کښې اېښې ده. البته دغه اوښکې مختلف اثرات او کارکردګۍ لری. له انفرادی نظره د ویرجنو ژړاګانې له یوې خوا د هغوی هیجان خالی کوی او معنوی ارامښت ته یې رسوی او له بلې خوا د حسینی ویر په مراسمو کښې د ویرجنو شتون د هغوی عواطف او شناخت پیاوړے کوی او هم د دې سبب کیږی چې هغوی کوشش وکړی چې په خپل کردار کښې د هغو شهیدانو په شان شی چې د چا لپاره ژړا کوی.
په امام حسین (ع) باندې ژړا له سیاسی او اجتماعی نظره هم زیات مهم اثرات او کارنده توبونه لری. ځکه چې دغه ژړاګانې د یو پوره احساسی او هیجانی چلند په مقام کښې او په عېن حال کښې په کامله اګاهانه توګه د هغه ستر شخصیت په یاد کښې دی چې د دین د احیا او د عدل او انصاف د اجرا لپاره هر هغه څه چې یې لرل قربان کړل. هغه په دغه ستر کار کښې له خپل د شودو رودونکی بچی څخه هم تېر شۀ. په دا ډول په امام حسین (ع) باندې ژړا د ویرجن کس شخصیت له ستر او تقوا دار شخصیت سره ګنډی او د هغه اهداف او آرمانونه د روح په تل کښې ځاے کوی.
ویرجن کس د امام عالیمقام لپاره په ویر او ژړا سره په ډاګه له هغه او د هغه له غورځنګ او سترو اهدافو سره د وفادارۍ اعلان کوی. همدارنګ د عمل په مېدان کښې هم خپله وفاداری اثبات ته رسوی. ایرانی مجاهد محسن حججی او د هغه نور جنګیالی ملګری په اوسنۍ نړۍ کښې د حسینی ویرجنو یو لړ نمومې دی. هغه کسان چې د داعش په اسارت کښې یې هم د امام حسین (ع) په شان په مېړانې، غېرت، عزت او سولوړۍ سره د شهادت او عشق د قربانۍ ځاے ته ورودانګل.
په دې بنیاد ژړا د عاشورې په کلتور کښې د امام حسین (ع) د پاڅون د ژوندی ساتلو او نورو انسانی ټولنو ته د هغه شهید د پېغام د رسولو لپاره یو عامل دے.
ژړا یوه همېشنۍ وېستلې توره ده چې په ظالمانو باندې د اعتراض، احتجاج او د شهیدانو د وینې ساتونکې ده. په دې باره کښې د امام خمینی (رح) دغه وېنا زیاته ګویا وېنا ده چې فرمائی: د امام حسین (ع) په ویر کښې ژړا کول د غورځنګ ژوندی ساتل او د هم دغې معنې ژوندی ساتل دی چې یوه کمه ډله کسان د یوې سترې امپراطورۍ په مقابل کښې ټینګ اودرېدل..... هغوی له همدغې ژړا څخه ویریږی، د دې لپاره چې دغه ژړا په مظلوم باندې یوه ژړا ده،د ظالم په مقابل کښې فریاد او چغه ده.»
----------