د اسلامی ایران په شمول د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د حسینی تاسوعا دستورې ترسره کیږی
د کربلا د پيښې او پکښې د رسول ا...(ص) د خوږ ه لمسي امام حسین علیه السلام او د هغوي د ملګرو له شهادته د پیړیو پیړیو په تیریدو سره هم نه یوازې د دې پيښې اهمیت او موقعیت کم شوی نه دی بلکې هرڅومره چې وخت تیریږي دومره د عاشورا پيغام لاپراخیږي
زمونږ خبریال راپور راکوی نن درست اسلامی ایران د حسینی تاسوعا په ورځ په ویر ، ماتم او غم کې ډوب دې . نن د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د محرم الحرام یا امامانو د میاشتې نهمه نیټه یعنې حسیني تاسوعا ده.
د حسینی تاسوعا په ورځ د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د اهل بیتو او اصحابو په میلیونونو عاشقان او میناوال د اسلامی ایران په ګوټ ګوټ ، کوڅه په کوڅه د ویر او ماتم د دستورو په ترسره کولو سره د کربلا د دښتې د علمدار حضرت ابوالفضل العباس علیه سلام یاد لمانځی .
د اسلامی ایران مومن او مسلمان ولس په امام بارګاوو ، جوماتونو ، په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه سلام او په قم سپیڅلی ښار کې د حضرت بی بی معصومه (س) په حرمونو کې په ویر او ماتم بوخت دی .
د کربلا د پيښې او پکښې د رسول ا...(ص) د خوږ ه لمسي امام حسین علیه السلام او د هغوي د ملګرو له شهادته د پیړیو پیړیو په تیریدو سره هم نه یوازې د دې پيښې اهمیت او موقعیت کم شوی نه دی بلکې هرڅومره چې وخت تیریږي دومره د عاشورا پيغام لاپراخیږي او د عزادارۍ او ماتم مراسم په لازیاتې ولولې او درک سره ترسره کیږي.
همداراز نن په پاکستان ، افغانستان ، عراق ، لبنان ، سوریه ، هندوستان ، نایجریا ، انګلستان ، امریکا ، جرمنی ، اسټرالیا ، انډونیشیا ، ملایشیا ، یمن اوترکیې په شمول د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو په یاد کې د حسینی تاسوعا مراسم ترسره کیږی .د عراق د کربلا ، نجف اشرف او بغداد په شان د بصرې خلکو هم د حسنی تاسوعا په مناسبت د عزادارۍ مراسم ترسره کول . همداراز د یمن د صنعا او صعده ښارونو په بیلا بیلو سیمو کې هم په زرګونو یمنیانو د حسینی تاسوعا په مناسبت لاریونونو کړی دی او د په دغو دستورو کې یې په یمن کې د سعودی عربستان جنایتونه هم غندلی دی .
د محرم لسمه نیټه د حضرت ابا عبد الحسین علیه سلام د شهادت د کلیزې ورځ ده چی د ۶۰ هجری قمری پیړۍ د محرم په لسمه په کربلا کې په ۷۵ کلنۍ کې شهید شول .
مونږ د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او آزادي غواړو په تیره بیا خپلو قدرمنو میناوالو ته د امام حسین علیه السلام د شهادت د کلیزې او د حسیني تاسوعا او عاشورا د رارسیدو په مناسبت تسلیت وړاندی کوو .