دکربلا حماسې استبداد او ظالم واکمنان رسوا کړل
(last modified Sun, 01 Oct 2017 03:20:20 GMT )
Oct 01, 2017 07:50 Asia/Kabul
  • دکربلا حماسې استبداد او ظالم واکمنان  رسوا کړل

دعاشورا په شپه په درست اسلامی ایران او ددنړۍ په ګوټ ګوټ کې درست پتمن انسانان دامام حسین علیهم السلام په غم کې ویر او ماتم کوی او له اهل بیت علیهم السلام سره خپله مینه نندارې ته وړاندې کوی او دسوچه محمدی اسلام دنجات لپاره له امام بزرګوار سره خپل بیعت نوی کوی .

په دې مناسبت پرون ماښام هم  په تهران کې  په امام خمینی حسیّنې کې  د اسلامی  انقلاب د معظم لار ښود حضرت آ یت ا... العظمی  سید علی  خامنه ای په شتون سره د   امام حسین علیه السلام  دویر او ماتم دستوروې جوړې شوې  او دغه راز   دکربلا مظلومو اوحماسه پنځونکو  ته دعقیدت پیرزوینې وړاندې شوې . 

 له دې سره په یو وخت  په  مشهد مقدس کې  دحضرت اما م رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم کې  د عاشورا دشپې  خطبې ولوستل شوې .  په دغو سنتی  دستورو کې د  امام رضا علیه السلام  دسپیڅلی حرم تولیّت   ،  خادمانو  د دغه حرم  په اانقلاب اسلامی صحن کې   د ځانګړو جامو   په  اغوستلو سره   په دغو پرتمینو دستورو کې  ګډون وکړ  او دشمعو  په  بلولو   او  په منظمو  صفونو جوړولو سره ئې  دکربلا د حماسې  قربانی شوی ګلانو ته دعقیدت ګلونه وړاندې کړل .

 

ټیګونه