ورځپاڼو ته کتنه
(last modified Wed, 22 May 2019 08:19:24 GMT )
May 22, 2019 12:49 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او لیکنې.

ګرانو او قدرمنو دوستانو له تهرانه په چاپیدونکو ورځپاڼو کښې نن وړومبی ابرار ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خولې په غټو ټکیو لیکلي دي: په رښتیا چې د فارسۍ ژبې په هکله اندیښمن یم.

خبر زیاتوي چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د امام حسن مجتبی علیه السلام د ولادت د کلیزې په شپه د فارسۍ ژبې او ادب د استاذانو او شاعرانو په کتنه کښې وویل: زه د فارسۍ ژبې په اړه حقیقتاً اندیښمن یم ځکه چې په عمومي بهیر کښې فارسي ژبه د خرابیدو په حال کښې ده.

هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران د دائمي استازي له قوله لیکلي دي: جنګ نه غواړو خو که راباندې مسلط کړی شو نو په پریکنده توګه به د ځان دفاع وکړو.

چې په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د دغه سازمان سرمنشي انټونیو ګوتریش ته په یو لیک کښې ویلي دي چې ایران د جنګ او نښتې رامینځته کولو په تکل کښې نه دی خو که نور راباندې جنګ راوتپي نو د خپل هیواد او ولس د امنیت به پریکنده دفاع وکړو.

ابرار د دغه لیک پوره متن هم خپور کړی دی.

د تهران چاپ افکار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر یو انځور چاپ کړی او ورسره یې د دوي دا خبره د خپل سرټکي په توګه غوره کړې چې وايي: د امریکې او بندیزونو په وړاندې د اودریدو په هکله ټول مسئولان د نظر اتفاق لري.

ولسمشر روحاني دا خبره د علماؤ او د حوزوي شخصیتونو په کتنه کښې کړې ده.

هم دې ورځپاڼې بیا د ایران د کورنیو چارو د وزیر په حواله یو سرټکي کښې لیکلي دي: په سرحدي سیمو کښې د خلکو امنیمت د کورنیو چارو د وزارت لپاره ډیر اهمیت لري.

د ایران داخله وزیر عبدالرضا رحماني فضلي ویلي دي چې د ایران په سرحدي سیمو کښې د خلکو امنیت او سوکالتیا د په امنیتي برخه کښې د کورنیو چارو د وزارت لپاره ډیر اهمیت لري او په سرحدي سیمو کښې د ثبات لپاره مو خپل پوره پوره کوشش کړی دی.

کابل ورځپاڼې

د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهمې مقالې او خبرونه درسره شریکوو. په سر کښې ویسا ورځپاڼه راخلو چې (د تورې دورې پای چې لا دوام لري!) تر عنوان لاندې سرمقاله کښې یې لیکلي دي:

د ګډوله حکومت توره دوره پای ته ورسېده، هغه قراردادي دوره چې د اساسي قانون پر خلاف د ولس پر رایو معامله وشوه، غني او عبدالله د امریکا په سفارت کې د جان کېري پرېکړې ته ګونډې ووهلې او د ملي یووالي حکومت په نامه یې سپېره واکمني پیل شوه.

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا بېشکه د غرض خاوندان دي، دوی به خپله درنه د بل سپکه وايي، دوی د واک د لېږد معقوله لاره او طرحه هم نه لري، خو دا تر لمر روښانه ده چې د غني ـ عبدالله قراردادي موده نن پای ته رسېدلې، دا چې نور به تر کومه دغه مصیبت پر ولس را نازل وي خدای خبر دی.

دغه دوره چې پیل یې د قانون په خلاف ورزۍ سره پیل شوه، له امریکا سره د امنیتي تړون ذلت یې د لومړۍ ورځې کارنامه ده، له همدې سره د ولس د بدمرغیو نوی پړاو پيل شو. په اقتصادي ډګر کې ډالر له ۵۷ نه تر اتیا واوښت، د عام ولس دسترخوان که رنګین شو نو یوازې په وینو رنګ شو. د تعلیم او زده کړو خاوندان په لسګونو زره ځوانان مو له نهیلۍ د پردیو هېوادونو په لور و کوچېدل. جګړې او نا امنۍ د هر چا د کور تر دروازې ورسېدې. د جرم او جنایت بازار داسې تود شو  چې اوس د پلازمېنې په شمول په لویو ښارونو کې خلک په خپلو کورونو کې بندیان دي. له ولس نه مو د ژوند عادي بهیر په هېرېدو دی.

د ویسا سرمقاله زیاتوي:

د زور او بدماشۍ کلتور مو د ملت تر کوره ورسېد، دا څو تېرې ورځې یې ژوندۍ بېلګې دي. ولس مو ټول په مصیبت کې پروت دی، خو غني او عبدالله د ځانونو په ستاینو نه مړېږي، هواوې ګزوي او اوس هم په دروغو ادعاوې کوي چې هر څه ګل او ګلزار دي. غني هره ورځ د لاپو یوه نوې وجیزه را باسي او فېسبوکي اردلیان یې د «زر کلن شې غني» له شعارونو سره بدرګه کوي.

دغه توره له ماتمه ډکه دوره پای ته ورسېده، خو چې نه مو په سیاسي کړیو کې اجماع شته، نه له ولس سره خواخوږي، په ټوله کې له حکومت پرته زموږ پر سیاسي چاپېریال یو ابتذال خپور دی. د حکومت د مودې له پای ته رسېدو سره بیا هم همدغه مصیبتونه دوام لري، همدغه ګډوله د حکومت په نامه د ولس پر برخلیک مسلطه ده، که په ولس او د ولس په سیاسي او ملي زعامت کې شیمه، خلوص او له ملي برخلیک سره په ریښتینې معنا ژمنتیا وای، د قانون خلاف حاکمیت ته به یې هېڅکله هم دومره فرصت نه ؤ ورکړی چې ولس دې په دومره سترو مصیبتونو واړوي، چې په لسګونو زره ځوانان مو د ګور مېلمانه او هېواد د پردۍ جګړې په وژنتون بدل کړي. تر څو د ملي زعامت تشه ډکه نشي، ولس به دغه مصیبتونه ګالي. 

کابل چاپ ځینو نورو ورځپاڼو بیا د جوزا د لومړۍ نېټې په اړه چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په ګمان د ولسمشر د واک موده پای ته رسېدلې لیکنې او تبصرې کړي.

ماندګار

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي نن ورځ د ۱۳۹۸ کال د جوزا له لومړۍ نېټې چې د ولسمشر د واک د پای ته رسېدو له ورځې سره برابره ده که ولسمشر غني خپله نه‌ځي، نو نور باید هغه لیرې کړي.

دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له نن وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني د کار دوام غیر قانوني دی.

د لیکوال په باور د جوزا له میاشتې وروسته د ولسمشر غني د کار دوام به هېواد ژور بحران ته بوځي.

سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته به څوک بریالي شي؟

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه شوې د ولسمشرۍ نوماندان باید د یوه برحال حکومت د راپرځولو پر ځای پر خپلو راتلونکو انتخاباتي طرحو او پلانونو کار وکړي.

په سرمقاله کې دا یادونه هم شوې چې کاندیدان دې د انتخاباتو له لارې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې په تمه شي او اوسنی حکومت دې پرېږدي چې تر یوې مودې خپلواک ته دوام ورکړي او د هېواد چارې سمبال کړي.

هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشر د کاري دورې د پای ته رسېدو پر سر راولاړې شوې ستونزې د منطقي مېکانیزم له لارې باید حل شي، نه د زور ازمویلو له لارې.

اصلاح

د اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر مرجع ده.

په سرمقاله کې راغلي د افغانستان سترې محکمې د انتخاباتو ترسره کېدو پورې د ملي وحدت حکومت د کار دوام باندې ټینګار کړی.

هېواد

بلې دولتي ورځپاڼې هېواد لیکلي د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولسمشر د واک د دوام اړتیا ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د جمهوري ریاست کاندیدان دې پرېږدي چې دا ملت په ارامۍ د خپلې راتلونکې لپاره تصمیم ونیسي او د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره تیار شي.

د لیکوال په باور که ستونزه رامنځته شوه د هر ډول تاوتریخوالي مسؤلیت به بیا د هر هغه چا یا ډلې پر غاړه وي چې بحران ته لمن وهي او د دښمن ژرندې ته اوبه ورسیخوي.

مسیر

بل‌خوا مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر وخت ختم دی او یوه ورځ نوره واکمني یې هم د زغملو نه‌ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي نه ستره محکمه د څه ویلو صلاحیت لري او نه هم کوم بل ارګان.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه