د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې دوه تنه وژل شوي دي
(last modified Wed, 22 May 2019 09:59:36 GMT )
May 22, 2019 14:29 Asia/Kabul
  • د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې دوه تنه وژل شوي دي

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او وسله والو بریدګرو ترمینځ د نښتې له امله دوه حمله کونکي وژل شوي دي.

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او وسله والو بریدګرو ترمینځ د نښتې له امله دوه حمله کونکي وژل شوي دي.

د جمو او کشمیر د پولیسو ویاند وویل چې دغه نښته نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په کُلګام سیمه کښې رامینځته شوه چې په کښې دوه وسله وال بریدګر ووژل شول.

هندوستان له کلونو راهیسې د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې لسګونه زره کشمیریان وژلي دي.

د کشمیر خلک د کشمیر د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کولو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک اجرا کول غواړي خو د هندوستان حکومت یې مخالف دی.

 

ټیګونه