ورځپاڼو ته کتنه ۲-۳-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
نن د تهران اکثرو ورځپاڼو په خپلو سُرخيانو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل: د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي پرون مازيګر د زرګونو محصيلينو په کتنه کښې وفرمايل:تاسو ځوانان ډاډمن اوسئ چې د امريکې او اسرائيلو زوال حتمي دے او تاسو به يې ووينئ.
دوي د اميد ورکونکي او روښانه ټکي شتون د هر عمومي حرکت د پرمختګ او دوام سبب وبالۀ او واضحه یې کړه د سترو کارونو په بڼه نيولو او سر ته رسولو کښې د ایران دملت ثابت شوي ظرفیتونه د هیواد د روښانه مستقبل او د هدفونو د پوره کېدو په لور د ملت د عمومي حرکت د هیلې ترټولو مهم ټکی دے .
معظم رهبر په دغه کتنې کښې د خداے د دین د مرسته کونکي بریالیتوب په هکله الهی رښتیونې ژمنه بل هیله بخښونکی ټکی وبالۀ او جوته یې کړه د لویدیځ د تمدن وروستوالې او د هغه زول د ایران دملت د عمومی حرکت په بهیر کښې د هیلی بل ټکې دے .
آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي دغه رنګ محصیلینو او ځوانانانو ته له خداے پاک ج سره د تعلق د پیاوړي کولو لپاره د روژې د مبارکې میاشتې له بې ساري فرصت څخه دګټه پورته کولو سپارښتنه وکړه او ویې فرمايل له قران ، نمانځۀ او دعا سره د مینې دغه غنیمت فرصت په یوه نیک او تل پاتې عادت بدل کړئ.
-------
د تهران يوې بلې ورځپاڼې ايران په خپله وړومبي مخ بيا د اسلامي ايران د ولسمشر خبرې راخېستې دي:
د ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا له یوشمیر اقتصادی فعالانو او کار کونکو سره په کتنه کښې په تیرو څلویښتو کلونو کښې د دښمنانانو د دسیسو هدف د قدرتمن، متحد او پراختیا موندلي ایران مخه نیول وبالۀ.
هغه زياته کړه: نن سبا دښمانانو خپل ترټولو زیات دباونه په اقتصادي برخې متمرکز کړي دي او هیله لري چې په دغه کار سره به د ایران د اقتصادی ترقۍ خنډ شي خو هیڅکله به بریالي نشي.
---------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په يو رپوټ کښې وليکل: د ایران د وسله والو ځواکونو لوئې درستیزوالۍ پرون په یوې بیانیې کښې د خرمشهر د ازادولو د کلیزې په مبارکۍ سره وویل د اسلام د مبارزانو مقاومت د خرمشهر د ازادیدو د بریالیتوب په مولفو کښې راځي چې د نړۍ خلق یې حیرانه کړل او د عراق د بعث رژیم د ملاتړو او دسترو قدرتونو د ناهیلې سبب شول .
------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د افغانستان لپاره د اروپائي اتحاديې خاص استازي رولېنډ کوبيا په قطر کښې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سياسي دفتر له پلاوي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کښې رولېنډ له طالب پلاوي سره ژمنه وکړه چې هغه به د اروپائي اتحاديې د خاص استازي په توګه د افغانستان د صلحې او امنيت لپاره مهم رول ولوبوي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وويل، پاکستان د شاهين دوه ډوله توغندي کاميابه آزمائنه وکړه.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی او د هند د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سواراج پرون د قیرغیزستان په پلازمینې بیشکک ښار کښې د شانګهایی د ملګرتیا د تنظیم د وزیرانو د شورا د غونډې تر څنګه کتنه وکړه او د موجودو اختلافاتو په هواري یې تاکيد وکړ .
------
د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې وليکل: سعودي به د جولائۍ له وړومبۍ نېټې څخه پاکستان ته په قرضو سره تېل ورکوي. خبر زياتوي چې په دريو کلونو کښې به هر کال پاکستان ته د درې اربو او شل کروړ ډالرو تېل په پور ورکړے کيږي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان وزيراعظم او عمران خان او د روسيې ولسمشر به په راتلونکې مياشت کښې سره ليدل کتل او خبرې اترې کوي.
----------
او نيويارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده؛ " د طالبانو له پرمختګونو سره سره، د نجونو پر ښوونځيو حملې زياتې شوي دي."
مقالې په فراه ولایت کې د ښونې او روزني د رئیس محمد صدیق حليمي
له قوله لیکلي چې وايي، ورته وویل شول چې د نجونو په ښوونځي کې ټول نارینه ښوونکي له دندې ګوښه کړي.
مقاله لیکي چې حکومت دا خبره ومنله ځکه نه یې غوښتل سخت دريځو ته پلمه په لاس ورکړي چې د نجونو ښونځي وتړي، خو دا ښوونځي خوندي پاتې نهشول.
مقاله لیکي چې وسله والو موټرسايکل سپرو دوه شپې پرلهپسې په فراه ولایت کې د نجونو دوو ښوونځیو ته اور ورته کړ.
دواړه ښوونځي زیانمن شول او په نتيجه کې يې ۱۷ سوه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې.
----------